د تازه میوو سوداګر پر طالبانو نېوکه کوي، چې د صادراتو لپاره یې بدیلې لارې نه دي موندلي

۴ ساعتونه مخکې

په افغانستان کې د تازه میوو د حاصلاتو پر مهال سوداګر او بڼوال وايي، چې د دوی مېوې د خوسا کېدو په حال کې دي او د تورخم دروازې په تړلو سره یې مېلیونونه ډالر زیان لیدلی.

په کابل کې د میوې یو سوداګر وايي، له هغه مهاله چې د تورخم دروازه د سوداګریزو توکو لپاره تړل شوې د دوی انګور، خټکي او مڼې د خوسا کېدو په حال کې دي او د طالبانو تر واک لاندې د سوداګرۍ وزارت یې هم د نورو بدیلو لارو په موندلو کې هڅه نه ده کړې.
دوست محمد چې په کابل کې د تازه میوو سوداګر دی وايي، که د تورخم دروازه تړل شوې په کار دا وه چې چارواکو یې په اړه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د دغو توکو په لېږد کې نوي تړونونه لاسلیک کړي وای.
د دوست محمد تر څنګ ګڼ بڼوال هم ورته خبره کوي او وايي، چې دوی سږنی کال د سترو مالي زیانونه سره مخامخ شوي او د دوی مېوې دانې په ونو او تاکونو کې وچې شوې دي.
له تېرې یوې میاشتې راهیسې چې د تورخم - پېښور تر منځ لاره د لاریو لپاره تړل شوې له افغانستانه د تازه میوو او سبو صادرات هم په ټپه درېدلي دي.
که څه هم په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د میوو او سبو ارزاني او پرېمانه پرېماني ده؛ خو د پاکستان په ډېرو بازارونو کې د دغو میوو او سبو ګراني او نشتوالی جوت دی.
د تورخم ـ پېښور تر منځ غځېدلې لاره له تېرې یوې میاشتې راهیسې د هغه پرلت له امله په جمروډ کې تړل شوې، چې د تېرا د کوکیخېلو قوم له‌خوا پیل شوی دی.
پاکستاني چارواکو لا تر اوسه د دغو پرلت‌والو غوښتنې نه دي منلي او پرلت‌وال هم وايي، تر هغې چې یې غوښتنې نه وي منل شوي د دوی پرلت به دوام وکړي.
خو په ټوله کې د لارې دغه بندېدو سره افغان سوداګرو او بڼوالو سخت زیانونه ګالي.

هغوی له طالبانو غواړي، چې یا دې د پاکستاني چارواکو سره د دوی دغه ستونزه هواره کړي او یا دې د نورو ګاونډیو هېوادونو سره داسې تړونونه لاسلیک کړي چې له مخې یې د دوی تازه مېوې او سابه نورو هېوادونو ته صادر شي.

نور خبرونه

رادیو