د خوست په غلام خان بندر کې یو ځل بیا د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه نښتې ده

۲ ساعتونه مخکې

له سیمې څخه دوه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د جمعې په ورځ د خوست په غلام خان بندر کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه یو ځل بیا په ځايي وخت د ماښام په شپږو بجو پیل شوې او اوس هم روانه ده.

تیره ورځ هم ځايي طالب سرچینو منلې وه چې شپږ ساعته یې پاکستاني ځواکونو سره جکړه کړې، خو د دغې جګړې لامل لا نه دی معلوم او له لومړنۍ جګړې د ۲۴ ساعتونو په تیریدو سره لا هم طالبانو په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د ګربز ولسوالۍ اړوند سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د طالبانو له خوا ورته ویل شوي چې خپل کورونه پریږدي، ځکه چې دغه ډله له پاکستاني ځواکونو سره جکړه کوي، خو د جکړې د لامل په اړه ورته څه نه دي ویل شوي.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو په بیلابیلو سیمو کې وار – وار سره د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې شوي دي، چې کله یې لامل د کرښې په اوږدو کې د نوو تاسیساتو جوړول و او کله یې علت نه و معلوم.

سره له دې چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور پر مهال، د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې ډیرې نږدې وې، خو اوس داسې ښکاري چې دغه پخواني‌ ملګري ظاهرا په کوم څه سره وران شوي دي.

نور خبرونه

رادیو