د ایران د پخواني ولسمشر مرستیال: داسې افکار چې موسیقي حرامه ګڼي، د خلکو ژوند تباه کوي

۲ ساعتونه مخکې

د ایران د پخواني ولسمشر مرستیال د دغه هېواد ملي سرود ته د طالبانو د "نه درناوي" په ځواب کې وویل: " هغه افکار چې موسیقي حرامه بولي، دین او د خلکو ژوند تباه کوي."

محمدعلی ابطحی وویل، چې د طالبانو نظریه د دغې ډلې تر ټولو خطرناکه وسله ده.

د ایران اسلامي جمهوریت ملي سرود ته د درناوي لپاره د طالبانو د استازي نه درېدل د ډېرو ایراني چارواکو غبرګونونه راپارولي دي.

یو شمېر ایراني چارواکو او مشهورو څېرو د طالبانو د استازي چلند «بې احترامي، سپکاوی، او د ډیپلوماتیکو اخلاقو له پامه غورځوول» بللي دي.

له دغې پیښې یوه ورځ وروسته، د ایران د پخواني ولسمشر مرستیال محمدعلی ابطحی، د پارلمان پخوانی غړی محمد حسن اصفري، او په اذربایجان کې د ایران پخوانی سفیر عباس موسوي په ګډون یو شمېر مشهورو څېرو، د طالبانو د استازي د چلند په اړه غبرګونونه ښودلي دي.

محمدعلی ابطحی پر ایکس خواله رسنۍ خپور کړي پیغام کې لیکلي: «د پاکستان او ایران ملي سرود ته د طالبانو سپکاوی، ایډیالوژیکي ریښې لري. کله چې موږ وایو چې د طالبانو ایډیالوژي د هغو زرګونو وسلو په پرتله خورا خطرناکه ده چې طالبان یې لري، دا زموږ مطلب دی.»

هغه زیاته کړه: "هغه افکار چې موسیقي حرامه ګڼي، د خلکو دین او ژوند، په هر ځای کې چې وي، له منځه وړي."

د ایران مشهور انځورګر او ویدیوګرافر حسین جعفریان په تهران کې د «اسلامي وحدت» په غونډه کې د دې بې احترامۍ په ځواب کې وویل: په ایران کې یوه کوچنۍ خو نفوذ لرونکې ډله له طالبانو سره همکارۍ ته لیواله ده او ملي سرود ته په سپکاوي سترګې پټوي." هغه په ​​خندا سره وویل، چې د طالبانو د استازي چلند د اسلامي وحدت خلاف دی.

د ایران د پارلمان پخوانی غړی محمد حسن اصفیری هم د طالبانو د استازی په بې احترامۍ نیوکه وکړه او ویې ویل: "د الوتکې د ټکټ او د تهران په غوره هوټل کې د استوګنې لپاره له زیاتو لګښتونو سربیره، د طالبانو استازي د مېلمستیا دود مراعات نه کړ ."

مشهور ایراني لیکوال اکبر ګنجي هم پر دې پېښې سخته نیوکه کړې او د طالبانو استازی یې «ترهګر» بللی او پوښتنه یې کړې چې: «دا تروریستان چا بللې؟

د طالبانو استازی عزیز الرحمن منصور چې د پنجشنبې په ورځ د وږي په ۲۹ مه د اسلامي وحدت په ۳۸م نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره تهران کې و، د ایران د ولسمشر په حضور کې د دغه هېواد ملي سرود د غږېدو پرمهال له خپلې څوکۍ نه پورته نشو.

یوه ورځ وروسته یې په یوه ویډیو کې د ایران له خلکو بښنه وغوښته چې د دغه هېواد ملي سرود ته یې درناوی ونه کړ او ویې ویل: «موږ د یوه ګاونډي هېواد په توګه ایران سره ښه اړیکو ته ژمن یو. ایران زموږ دوست دی او که د ایرانیانو زړونه مو مات کړي وي، بخښنه غواړو.»

تر دې وړاندې په پېښور کې د طالبانو قونسل هم د پاکستان د ملي سرود د غږیدو پر مهال له دریدو ډډه کړې وه او توجیې لپاره یې ویلي و، چې په ملي سرود کې د موسیقۍ د غږېدو له امله له خپلې څوکۍ ولاړ شوی نه دی.

نور خبرونه

رادیو