اسلام اباد د ایالتونو له سر وزیرانو غوښتي چې د بهرنیو ډیپلوماتانو له بلنې مخکې اجازه واخلي

۸ ساعتونه مخکې

ډیپلوماتیکې سرچینې وايي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ایالتونو له سر وزیرانو غوښتي چې بهرنیو ډیپلوماتانو ته په مراسمو کې د ګډون لپاره له بلنې مخکې رسمي اجازه واخلي.

دا غوښتنه وروسته له هغه شوې، چې د طالبانو قونسل د پاکستان ملي سرود ته د درناوي لپاره له دریدو ډډه وکړه.

په پېښور کې د طالبانو جنرال قونسل محب الله شاکر د سې شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور په بلنه په یوه کنفرانس کې ګډون کړی و.

د پاکستان د ملي سرود د غږولو پر مهال نور چارواکي او ډیپلوماتان ودرېدل، خو د طالبانو قونسل او د هغه ملګري یوازیني کسان وو چې و نه درېدل.

د طالبانو د جنرال قونسل دغه کړنې اسلام اباد په غوسه کړ او په تېرو څو ورځو کې پاکستاني رسنیو دا موضوع په پراخه کچه تر پوښښ لاندې راوسته.

ځینو پاکستاني رسنیو د دغه طالب ډیپلومات چلند د پاکستان سپکاوی بللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وویل، چې د ملي سرود د غږولو پر مهال د درناوي په موخه د طالب چارواکي د نه دریدو په اړه د طالبانو د کونسلګرۍ وضاحت نه دی منل شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ وویل: دغه چلند د پاکستان د خلکو احساسات زیانمن کړي او اسلام اباد یې د ملامتۍ وړ ګڼي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ - د وږي په ۲۹مه - په خپل اونيز خبري کنفرانس کې وویل، چې پاکستان د دغه چلند په اړه خپل سخت اعتراض په کابل کې د طالبانو چارواکو ته رسولی دی.

په پېښور کې د طالبانو قونسل وویل، چې هغه په ملي سرود کې د موسیقۍ د غږولو له امله له خپلې څوکۍ څخه نه دی پورته شوی، هغه زیاته کړه: "د ملي سرود د سپکاوي هیڅ نیت مې نه درلود."

نور خبرونه

رادیو