ایکانومېسټ: د جرمونو نړیوالې محکمې ته د طالبانو را کشول ګران دي

۴ ساعتونه مخکې

ایکانومېسټ اونیزه وايي، سره له دې چې د بشري حقونو فعالین د جرمونو نړیوالې محکمې ته د طالبانو د راکش کولو غوښتنه کوي، خو د دې ډلې محاکمه کول ستونزمن ښکاري، په ځانګړې توګه په داسې وخت کې چې په لویدیځ کې ډیری خلک د اوکراین او غزې په جګړه کې ښکېل دي.

په راپور کې راغلي دی، د طالبانو د روانو کړنو ته په غرب کې کمه غوسه ښودل شوې ده.

ایکانومېسټ اونیزې راپور د طالبانو د امربالمعروف نوي قانون ته په اشارې سره لیکلي، چې پکې طالبانو له افغان میرمنو هر ډول ازادي اخیستې ده.

اونیزې زیاته کړې، چې ډېری افغان مېرمنې له هېواده د وتلو د لارو چارو په لټه کې دي.

ایکانومېسټ اونیزې د پنجشنبې په ورځ « وږي ۲۷مه» لیکلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته د رسېدو درې کاله وروسته په هېواد کې وضعیت تر بل هر وخت خراب ښکاري.

طالبانو د خپلې درې کلنې واکمنۍ پر مهال پر افغان ښځو او نجونو پراخ بندیزونه لګولي دي.

په دې وروستیو کې، دې ډلې د "امربالمعروف او نهې المنکر" په نوم د یو قانون تصویبولو اعلان وکړ، چې په دغه قانون کې تر ډېره ښځې په نښه شوې دي.

د طالبانو نوی قانون ښځې له نارینه وو سره له خبرو کولو منع کړې او ان د قران لوستلو په وخت کې د دوی غږ "عورت" بولي.

په همدې حال کې ، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ایکانومېسټ ته وویل چې نوی قانون د طالبانو د امر بالمعروف مامورینو د صلاحیت د محدودولو لپاره جوړ شوی دی.

ښاغلي شاهین وویل، د قانون هغه مادې چې ښځې له کوره بهر له خبرو کولو منع کړې"غلطې تعبیر شوې دي."

د طالبانو دغه چارواکي ادعا کړې، چې طالبانو په افغانستان کې زرګونو ښځینه ژباړونکو ته جوازونه ورکړي دي.

شاهین وویل چې د طالبانو د امر معروف قانون ښځې د نارینه وو په شتون کې په لویو غونډو کې له سندرو ویلو منع کوي.

هغه دا هم وویل چې میرمنې کولی شي په نسايي ولادي او دیني برخه کې زدکړې وکړي.

ښځې د خپل راتلونکي او د خپلو ماشومانو ته اندېښمنې دي

ایکانومېسټ لیکي، د طالبانو محدودیتونو پر افغان مېرمنو سخت اغېز کړی، چې ډېری یې له هېواد د وتلو د لارو چارو په لټه کې دي.

دې اونیزې لیکلي، چې دا کار د رسمیت د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو هڅې د تاثیر لاندې راولي.

نصيبه، (مستعار نوم)، د نسايي ولادي ډاکتره وايي چې هغه د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې "نااميدي او يوازېتوب" احساسوي.

دغې ډاکټرې وويل، په ډېره وېره له خپله کوره وځي، ځکه وېرېږي، چې طالبان به ورته څه ووايي او يا به يې ودروي.

راپور وايي، د طالبانو د "امربالمعروف" قانون وروسته، ښځې ډېرې کمې له کورنو وځي او هڅه کوي چې هیڅکله یوازې له کوره و نه ووځي.

نصیبه له افغانستانه د تیښتې د لارو چارو په لټه کې ده، په ځانګړې توګه د خپلې لس کلنې لور او پنځه کلن زوی له امله چې د طالبانو ستاینه کوي .

هغه وايي، کله چې زوی یې په بازار کې طالب جنګیالي له خپلو رینجرونو سره ویني، غواړي د هغوی انځورنه واخلي: "شاید یوه ورځ به طالب شي."

هغې په خندا سره وویل: "کله چې زدکړې نه وي، د کمپیوټر ټولګي نه وي، انګلیسي نه وي، یوازې دیني زدکړې وي، « زوی» هغه به نور څه شي؟"

نور خبرونه

رادیو