په بدخشان ولایت کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله درې کاریګر مړه شوي دي

۴ ساعتونه مخکې

‏ په بدخشان کې د سرو زرو د یوه کان د یوې برخې د نړېدو له امله درې کاریګر مړه شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس په اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه کان د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې پروت دی.

د سرچینو د مالوماتو له مخې، دغه کاریګر په خپلسري توګه پر کان کېندنې بوخت وو.
‏له بل پلوه بیا باختر اژانس د خپلو سرچینو په حواله لیکلي:« دغه کارګران د خم بهار او دو درګي په کليو کې د خاورو په يوه غونډۍ کې چې ويل کېږي د سرو زرو يو کان په کې پروت دی، د سرو زرو د ترلاسه ‏کولو لپاره د شګو په مېنځلو بوخت وو، چې يوه برخه يې پرې را ونړېده.»
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د وزګارۍ له زیاتوالي او بې وزلۍ له امله یوشمېر کسانو خپلسرو کان کېندنو ته مخه کړې ده.
تېرکال د الجزیرې په یوه راپور کې د هغه افغان سرتېري کیسه راغلې وه، چې د جمهوریت تر نسکورېدو وروسته وزګار شوی او دې ته اړ شوی و، چې په خپلسرې توګه یې د پیسو د پیدا کولو په موخه کان کېندنه کوله.

نور خبرونه

رادیو