ترکمنستان په افغانستان کې د اړیکو د پیاوړتیا له پاره د ۱،۵ میلیارده ډالرو پانګونه کوي

۳ ساعتونه مخکې

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له استازي سره د «دوه اړخېزو بنسټونو پراختیا» په اړه ګډه ناسته کې ویلي، چې دغه هېواد له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا له پاره د ۱،۵ میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه کوي.

رشید مردوف ویلي، چې دغه پانګونه د افغانستان په اړه د دې هېواد د پراخې ستراتیژۍ برخه ده.
نوموړي همداراز د سیمې په کچه د ټاپي پروژې ارزښت ته په اشارې سره ویلي، چې هند، پاکستان، نړۍوال او د اسیا پراختیایي بانکونه دې د ټاپي ګازو د نل لیکې په برخه کې پانګونه وکړي.
سره له دې چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د ترکمنستان په ګډون د نړۍ هېڅ یو هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د سیمې یو شمېر هېوادونه بیا له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.
ترکمنستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې د طالبانو ډیپلوماتان یې په خپله خاوره کې په رسمي توګه منلي دي.
اخوا، د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د روانې میاشتې د وږي په ۲۱مه د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي پروژه او نورې پرمختیایي پروژې په ماري ښار کې پرانیستې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې طالب او ترکمن چارواکو بیا د هرات په تور غونډۍ کې د دې بندر د پراختیا او د ۲۲ کيلومتره پټلۍ د غځولو دوه پروژې هم پرانیستي دي.

نور خبرونه

رادیو