د مقاومت جبهې په بادغیس ولایت کې د ۲ طالبانو د وژلو او د ۳ نورو د ټپي کولو خبر ورکړ

۲ ساعتونه مخکې

د مقاومت جبهې ویلي، چې په بادغیس ولایت کې یې دوه طالبان وژلي او درې نور یې ټپيان کړي دي.
یادې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد شمېر کسانو ته یې تېره شپه (د وږي ۳۰مه) په یو برید کې مرګژوبله اړولې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په دې پېښه کې د مقاومت جبهې ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
یادې جبهې ویلي، چې خپلې مبارزې ته تر هغه وخته دوام ورکوي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان او د افغانستان خلک یې ازاد کړي وي.
د یادولو ده، چې طالبانو بیا په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د مقاومت جبهې په وار - وار ټينګار کړی، چې د طالبانو د حاکمیت دوام به د ګاونډیانو په ګډون د سیمې د هېوادونو لپاره ستر ګواښ وي.
دا په داسې حال کې ده، چې لانګ وار جورنال مجلې څو موده مخکې لیکلي و، چې په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو له خوا مقاومت د زیاتېدو په حال کې دی، خو تر اوسه د طالبانو د حکومت لپاره کوم ګواښ نه دی.

نور خبرونه

رادیو