د ایران ملي سرود ته بې احترامي؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو سفیر احضار کړ

۳ ساعتونه مخکې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د طالبانو د استازي له خوا د ایران ملي سرود ته د بې احترامي له امله د دغې ډلې سفیر فضل محمد حقاني احضار کړی دی.

ایراني چارواکو ملي سرود ته د احترام په موخه د طالبانو د استازي نه ولاړېدل "یو نادود او د نه منلو عمل بللی دی.

د ایران د سپاه پاسداران اړوند د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا دویمې ادارې د جمعې په سهار په تهران کې د طالبانو سفیر احضار کړ.

دغې ادارې د طالبانو دغه اقدام د «دیپلوماتیکو دودونو خلاف» بللی دی.

د طالبانو د حج او اوقافو په وزارت کې د مذهبي ځایونو د تنظیم مرستیال عزیز الرحمن منصور چې د یوه پلاوي په مشرۍ تهران ته تللی و، د ایران اسلامي جمهوریت د سرود د غږولو پر مهال له خپلې څوکۍ پورته نه شو.

دغه طالب چارواکي په ایران کې پنجشنبې په ورځ «د وږي ۲۹مه» د اسلامي وحدت په ۳۸م نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.

په دې مراسمو کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم ګډون کړی و.

د ایران اسلامي جمهوریت د چارواکو له خوا پر دغه اقدام له پراخو نیوکو وروسته، عزیز الرحمن منصور د جمعې په ورځ (وږي ۳۰مه) په یوه ویډیو کې د ایران ملي سرود ته د نه درېدو په توجیه ادعا وکړه، چې په افغانستان کې ملي سرود ته د درېدو دود نشته.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د افغان کلتور په ګډون په ډېرو فرهنګونو کې د ملي سرود پر مهال درېدل د هېواد د خلکو او ملي سمبولونو د درناوي نښه بلل کېږي.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د طالبانو د استازي چلند په اړه د پنجشنبې په ورځ د «وږي ۲۹مه» په خپلې خواله رسنۍ اېکس کې ولیکل، چې د موسیقۍ غږولو د بندیز په پلمه ډیپلوماټیکو اصولو ته سپکاوی، د شریعت پر بنسټ مانا نه لري.

په اذربایجان کې د ایران پخواني سفیر عباس موسوي هم د طالبانو د استازو له خوا د ایران او پاکستان ملي سرودونو ته د سپکاوي په غبرګون کې ویلي، دوی ډیپلوماټیک دود نه دی مراعات کړی.

هغه د اېکس په یوه یاداښت کې وړاندیز وکړ چې "دا غوره ده چې دوی ته په رسمي ناستو کې بلنې وځنډول شي تر هغه چې دوی خپل چلند سم کړي."

په دې وروستیو کې په پېښور کې د طالبانو کونسل جنرال هم په یوه رسمي مراسمو کې د پاکستان د ملي سرود د غږولو پر وړاندې ورته چلند وکړ او له خپلې څوکۍ نه پورته نشو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو دغه عمل په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې "په اسلام اباد او کابل کې به خپل احتجاج طالب چارواکو ته ورسوي."

په پېښور کې د طالبانو کونسل وویل چې هغه په ملي سرود کې د موسیقۍ د غږولو له امله له خپلې څوکۍ څخه نه دی پورته شوی، هغه زیاته کړه: "د ملي سرود د سپکاوي هیڅ نیت نه درلود."

نور خبرونه

رادیو