طالبان: علماء دې له مناظرو او زیان اړوونکو بحثونو ډډه وکړي

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو ریاست الوزرا پر هغو علماوو چې د خواله رسنیو له لارې اختلافي موضوعات راپورته کوي، غږ کړی چې له مناظرو او زیان اړوونکو بحثونو دې ډډه وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا له‌خوا په یوه خپور شوي پرېکړه لیک کې چې وړمه ورځ د علماو په یوې غونډه کې پرې بحث شوی راغلي، د دغه ډول بحثونو له امله خلک خپله لار ورکوي او په ټولنه کې اختلافات او ننګونې پیدا کېږي چې د «فتنې» د پیدا کېدو لامل هم کېږي.
د پرېکړه لیک له مخې، عالمان دې له هغو بحثونو او خبرو په کلکه ډډه وکړي، چې اختلافي بحثونو او مناظرو ته لاره هواروي.
پرېکړه لیک زیاتوي، دیني‌ عالمان دې د هغه نادرو موضوعاتو، قضایاوو له بیانولو ډده وکړي، چې د ځینو خلکو لپاره د «فتنې» لامل کېږي.
په دغه پرېکړه لیک کې وړاندې راغلي، چې ځینې مسلې چې عامې نه وي، د دین له ضروریاتو هم نه وي، په عامه منابرو او مجالسو کې دې نه بیانیږي.
پرېکړه لیک وړاندې کاږي، چې له پېچلو موضوعاتو او د هغو نامناسبو الفاظو له کارولو دې په کلکه ډډه وشي کوم چې بې ادبي ګڼل کېږي او خپله د هغه شخص حیثیت هم ورسره له منځه ځي.
پرېکړه لیک دا رنګه ویلي:« هغه دیني عالمان چې دغه ټکي نه مراعتوي؛ د مدارسو مهتممین او خلک دې دغسې کسانو ته په خپلو دستاربندیو، مناسبتونو او جلسو کې د ګډون او تقریر دعوت نه ورکوي او نه دې هم ورته د فعالیت زمینه برابروي، ځکه د دوی ویناوې د اسلامي ټولنې په زیان دي، د فتنې او اختلاف لامل ګرځي.»
د دغه پرېکړه لیک په وروستۍ برخه کې راغلي، چې طالبان هیچا ته د اختلاف پیدا کولو، تفرقې اچولو، نزاع او فتنو جوړولو اجازه نه ور کوي او د مخنیوي په اړه یې جدي ګامونه اخلي.
دغه پرېکړه لیک له هغه وروسته خپور شوی، چې په دې وروستیو کې د ځینو طالبانو تر منځ په خواله رسنیو کې د دیني مسلو پر سر ناندرې مخ په زیاتېدو دي، ګڼ خلک د طالبانو تر منځ دغه شان ناندره‌ییزې څرګندونې د دوی د خپل منځي اختلافاتو زېږنده بولي.

نور خبرونه

رادیو