ځايي سرچينې وايي، چې طالبانو په تخار کې يو شمېر کسان په ډزو وژلي دي

۳ ساعتونه مخکې

له تخار ولایت څخه سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي، چې تېره شپه طالبانو په تالقان ښار کې یو شمېر کسان په ډزو وژلي دي.

یوې سرچینې ویلي، چې د وژل شویو کسانو شمېر شپږ تنو ته رسیږي. يو بل عيني شاهد وويل، چې د څلورو تنو جسدونه يې لیدلي چې په ډزو وژل شوي دي.

د تخار مرکز تالقان ښار له دولتي روغتون څخه یوې بلې سرچینې ویلي، چې دغه روغتون ته د درېیو کسانو جسدونه ور وړل شوي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د وژل شویو کسانو د هویت په اړه معلومات ورکړي دي.

سرچینې زیاتوي، چې د جمعې په ورځ د بهارک ولسوالۍ په مرکز قیوم بازار کې د دوو وژل شویو کسانو جسدونه د څو ساعتونو لپاره د سړک په غاړه پراته وو. د دوی په وینا، د طالبانو له وېرې هیچا دوی ته د ورتللو یا د قربانیانو د انځور اخېستو جرات نه دی کړی.

له خواجه غار ولسوالۍ څخه يوې سرچينې هم افغانستان انټرنشنل ته تاييد کړه، چې د دوو تنو جسدونه بازار ته څېرمه د عامه سرک تر څنګ اېښودل شوي او تر ساعتونو هلته پراته وو.

نور خبرونه

رادیو