ازبکستان: پاکستان هم هند سمندر ته د افغانستان له لارې له تلونکي نړیوال دهلېز سره یو ځای شو

۴ ساعتونه مخکې

د ازبکستان ټرانسپورټ وزارت وايي، پاکستان هم د افغانستان له لارې تر هند سمندر پورې د نوي نړیوال ټرانسپورټي دهلېز د جوړېدو پروژې سره رسمي یو ځای شو.

دا دهلېز له بیلاروس پیلېږي او له روسیې، قزاقستان او ازبکستان په تېرېدو د افغانستان له لارې پاکستان او بیا تر هند سمندر پورې رسېږي.

د ازبکستان ټرانسپورټ وزارت په یوه اعلامیه کې وايي، د پاکستان د اړیکو وزیر د چارشنبې په ورځ له دې دهلېز سره د یوځایېدو یاداښت لاسلیک کړ او په سیمه کې یې د ټرانسپورټ او اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د دې پروژې پر اهمییت ټینګار وکړ.

د نړیوال ټراسپورټي کورېډور یا ای ټي سي د جوړېدو پرېکړه د ازبکستان او اوراسیا اقتصادي کمېسون کارډلې د ۲۰۲۲ کال په اګسټ ناسته کې وشوه.

په دې ناسته کې د روسیې او بیلاروس چارواکو د دغه دهلېز له پراختیا سره لېوالتیا ښودلې وه.

په ۲۰۲۳ کال کې روسیې او قزاقستان له ازبکستان سره د دې پروژې د عملی کېدو لپاره یاداښت لاسلیک کړ.

د دې دهلېز د جوړولو لپاره د تېر اپرېل پر ۲۴ د ازبکستان په ترمذ ښار کې غونډه وه چې د پاکستان چارواکو هم پکې ګډون درلود.

په هغه ناسته کې د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیرحمیدالله اخوندزاده د دغه دهلېز سره د یو ځایېدو لپاره تللی و.

دا دهلېز سوېلي اسیا ته د روسیې د توکو لېږدولو لپاره خورا مهم بلل کېږي.

له دې دهلېز سره د پاکستان د یوځایېدو پرمهال د روسیې مرسیتال لومړی وزیر اسلام اباد ته تللی دی.

نوموړي پرون د پاکستان له ولسمشر سره لیدنه درلوده، چې پکې دواړو لورو د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

نور خبرونه

رادیو