طالبانو په هلمند کې سلګونه جریبه دولتي ځمکې له غاصبانو بېرته راګرځولي دي

۳ ساعتونه مخکې

طالبانو په هلمند کې په تېره یوه اونۍ کې سلګونه جریبه دولتي ځمکې له غاصبانو بېرته راوګرځولې ده.
د دې ولایت د کرنې او اوبو لګولو رییس وایي؛ دغه غصب شوې ځمکې د هلمند په مارجه، نهرسراج، ګرشک، باباجي، سنګین، نادعلي، بهرامچه، ګرمسیر، ناوه او نوزاد ولسوالیو کې له غاصبینو راګرځول شوې دي.

نوموړي د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس ته ویلي، چې دغه ځمکې د سیمې د خلکو له خوا غصب شوې وې.
د راپور له مخې، په دې ځمکو کې دښتې، څر ځایونه، ځنګلونه او غیرمسکوني سیمې شاملې وې.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د هلمند ولایت د کرنې او اوبو لګولو مشر له قوله ویلي، چې د ځمکو غاصبین عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شوي دي.
که څه هم په هلمند ولایت کې د غصب شویو ځمکو کره اندازه روښانه نه ده، خو تر دې وړاندې هم د دغه ولایت سیمه ییزو مسوولانو زرګونه جریبه ځمکه له غاصبانو راګرځولې ده.
د طالبانو د عدلیې وزارت څو ورځې مخکې هم ټینګار کړی و، چې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول د دغې ډلې له مهمو موخو څخه دي او په همدې موخه یې د ځمکو بېرته ستنولو لړۍ هم پېل کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې یاد وزارت د تېرې سې شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې په مزارشریف کې یې د خالد بن ولید په ښارګوټي کې له دوه زره جریبه زیاته ځمکه ضبط کړې او د دولتي ځمکې په توګه یې ثبت کړې ده.
که څه هم له تېرو څو لسیزو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په ډېره اندازه ځمکې د زورواکو، جهادي مشرانو، د ولسي جرګې د پخوانیو غړو او د لسګونو نورو چاواکو له خوا غصب شوې وې، خو اوس طالب چارواکي هم د ځمکو په غصب تورن شوي دي.
اخوا، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په موخه یو کمېسون هم جوړ کړی دی.
د راپورونو له مخې، د دغه کمېسیون د چارو له پیل راهیسې تر اوسه ۲۶ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکه تثبیت شوې، چې له دغې اندازې بیا دوه میلیونه او ۷۲۶ زره جریبه غصب شوې ځمکه بیرته را ګرځول شوې ده.

نور خبرونه

رادیو