د نوي ډېلي لپاره د چین سفیر وايي په خپل هېواد کې د هند د ډېرې پانګونې هرکلی کوي

۳ ساعتونه مخکې

د نوي ډېلي لپاره د بېجینګ سفیر وايي، هېواد یې د هند د ډېرې پانګونې او توکو هرکلی کوي، خو له هند هم چینايي سوداګرو ته د مناسب چاپېریال برابرولو تمه لري.

شو فیهانګ پرون په نوي ډېلي کې دا هم وویل، چین له هند سره په ساینس او ټیکنالوجۍ کې همکارۍ زیاتولو ته لېوال دی.

نوموړي هیله وښوده چې نوی ډېلی بیا له بېجینګ سره مخامخ الوتنې پیل کړي او چینايي وګړو ته د ویزې اسانتیاوې برابرې کړي.

رویټرز خبري اژانس د چینايي ډیپلوماټ دا څرګندونې له نوي ډېلي سره د ژورو اقتصادي اړیکو د پراخولو په مانا بولي، چې په ۲۰۲۰ کال د همالیا په لداخ کې د سرحدي نښتې له امله خراب شوي وو.

چین له دې نښتې وروسته پر چینايي پانګونو څار ډېر کړ او هم یې هغو هندي سوداګرو ته اداري پروسه اوږده کړه چې په هندي شرکتونو کې ونډه لري.

خو د خپل تولید د زیاتولو لپاره د هندي کمپینو په هڅو پسې اوس د نوي ډېلي حکومت د ځینې دې محدودیتونو کمولو غواړي.

چین د هند د توکو تر ټولو ستره سرچینه ده او تېر کال یې دغه هېواد ته تر ټولو ډېر صنعتي تولیدات صادر کړي و.

له چین سره د هند د سوداګرۍ درز له سرحدي نښتې وروسته کم شو، خو د روان کال په مارچ کې دوه چند او ۸۵ میلیارد ډالرو ته ورسېده.

نور خبرونه

رادیو