طالبانو ویلي، چې په دوو ورځو کې یې ۳۰ زره پاسپورټونه وېشلي دي

۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو د پاسپورت عمومي ریاست د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په تېرو دوو ورځو کې یې ۳۰ زره پاسپورټونه ویشلي دي.


تر دې مخکې د کډوالو نړۍوال سازمان ویلي وو، چې په تېره یوه اونۍ کې له افغانستان څخه څه باندې ۷۲ زره کسان وتلي دي.

د طالبانو د پاسپورټ عمومي ریاست د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) په یوې اعلامیه کې لیکلي، چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په یوې ورځ کې ۱۵ زره پاسپورټونه ویشل شوي دي.»
دغه ریاست د ۳۰ زره پاسپورټونو وېش د طالبانو د حکومت د ظرفیت لوړولو په لور یو ګام بللی.


د روان کال د زمري په نیمایي کې د کډوالو نړۍوال سازمان وویل، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان له خپل هېواده وتلي دي.
دغه سازمان وايي، یوه میلیون افغانانو په اروپايي هېوادونو کې پناه غوښتې او ۸۵ سلنه نور ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.
برسېره پر دې، د روان کال د وږي په ۱۲مه د کډوالو نړۍوال سازمان یو ځل بیا وویل، چې له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې ۷۲ زره افغانان له هېواده وتلي دي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې؛ په دې موده کې له افغانستان څخه د وتلو کسانو شمېر دغه هېواد ته د ننوتو په پرتله ۱۱ سلنه ډېر و.
اقتصادي ستونزې، پاکستان او ایران ته د کورنیو د لیدل او درملنه، د دغو افغانانو د وتلو لامل په ګوته شوي دي.

نور خبرونه

رادیو