ځايي سرچینې: وزیرستان کې د پوله ساتو ځواکونو پر کاروان د شوي برید له امله درې عسکر وژل شوي

۱۸ ساعتونه مخکې

ځايي سرچینې وايي، د شمالي وزیرستان په میرعلي ولسوالۍ کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو پر کاروان برید شوی چې له امله یې درې عسکر وژل شوي دي.
پېښه هغه مهال شوې چې دغه کاروان د وسله والو په کمین ور برابر شوی.

له شمالي وزیرستان څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن پنجشنبه د (وږي ۲۹مه) د ټیلیفون له لارې ویلي، چې تېره شپه په میرعلي ولسوالۍ کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو (ایف سي) پر یوه کاروان د وسله والو له لوري برید شوی چې په پایله کې یې درې پوله ساتي عسکر وژل شوي.
له سیمې څخه خبریالان وايي، برید هغه مهال شوی، چې د دغو ځواکونو کاروان له سیمې تېرېده او د وسله والو پر کمین ور برابر شوی دی.
تر اوسه پورې پاکستاني پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي، خو دغه پېښه ځايي پولیسو خبریالانو ته منلې ده.
په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي، چې دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوې چې د پوله ساتو ځواکونو دغه کاروان په میرعلي ولسوالۍ کې خپل لوی مرکز ته روان وو.
د دغه بريد مسوولیت د حافظ ګل بهادر ډلې منلی چې له ټي ټي پي سره تړلې او په شمالي وزیرستان کې ډېره فعاله ده.
د یوه بل خبر له مخې تېره ورځ ناوخته د ميرعلي ولسوالۍ په هرمز سېمه کې وسلوالو د اکبر زمان په نوم د ميران شاه (نشنل بانک) یو مدیر په مخامخ ډزو وژلی دی.
د دغه برید په اړه کومې وسله والې ډلې لا څه نه دي ويلي.
په دې وروستیو کې د خیبرپښتونخوا ایالت په ځانګړي ډول لوی وزیرستان کې امنیتي حالات تر پخوا ډیر ترینګلي شوي چې په مخامخ بریدونو، د سړک غاړې ماین چاودنو، هدفي وژنو او د پوځ د عملیاتو پر مهال ولسي خلکو ته ډیره مرګ ژوبله اوړي.

نور خبرونه

رادیو