د منځني ختیځ انستیتیوت: هبت الله اخوندزاده د ماتې وړ دی او لاسرسی ورته کېږي

۱۱ ساعتونه مخکې

د منځني ختیځ انستیتیوت په خپله تازه شننه کې د طالبانو د مشر په هکله وايي، چې هبت الله اخوندزاده په خپله ډله کې د ماتې وړ دی او لاسرسی ورته کېږي.

دغه اداره وايي، د نوموړي په مقابل کې یوه ننګونه هم د بل مشر په ټاکلو کې توافق ته د نورو طالب مشرانو رسېدل دي.

دې شننه کې امریکا ته سپارښتنه شوې چې د طالبانو مخالفو سیالو ډلو کې خپل نفوذ زیات کړي او همدارنګه د طالبانو د رژیم له تایید ډډه وکړي چې د واشنګټن دوښمنانو ته یې پنا ور کړې ده.

پر امریکايي چارواکو سربېره د ملګرو ملتونو په څېر نړیوالې او سیمه ییزې ادارې او هېوادونه طالبان تورنوي، چې د القاعده، ټي ټي پي او د منځنۍ اسیا هېودونو کې پر فعالیت تورنو ډلو ته یې پنا ور کړې ده.

واک ته د طالبانو تر رسدېو مخکې هم د دې ډلې د خپلمنځي درز په هکله ویل کېدل، خو تر اخره دې ډلې دا خبره ردوله.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې هم د دې ډلې واکمنېدو سره بیا بیا د دوی د مشرانو ترمنځ د واک پر سر د اختلافونو خبره شوې، خو لا هم په ښکاره په دې ډله کې داسې څه نه دي څرګند شوي.

د القاعدې نوې هڅې

د القاعدې مشر سیف العدل

د منځني ختیځ انستیتیوت په خپله تازه شننه کې د القاعده، ټي ټي پي او نورو وسلوالو ډلو په هکله هم خبرې شوې دي

په دغه شننه کې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي دا خبره هم یاده شوې چې ویلي یې دي، په کابل کې د ایمن ظواهري وژل کېدو وښوده چې طالبانو د دوحې تړون خلاف ورزي کړې ده.

دا اداره وايي، چې د القاعده د بنسټګر اسامه بن لادن د زوی او د دې ډلې د اوسني مشر سیف العدل تازه څرګندونې ښيي چې هغه له ایران افغانستان ته تللی دی.

لانګ وار جورنال نږدې درې میاشتې مخکې د سیف العدل د یوې لیکنې له مخې وویل، نوموړي له خپلو ملاتړو غوښتي چې پر غرب او اسراییل د برید لپاره افغانستان ته د روزنې لپاره لاړ شي.

طالبانو له امریکا سره د دوحې تړون کې ژمنه کړې چې بهرنیو وسلوالو ته پنا نه ور کوي او د افغانستان خاوره به د نورو پرضد نه کارېږي:

که څه هم بیا بیا په افغانستان کې د بهرنیو وسلوالو ډلو د شتون راپورونه خپرېږي، خو طالبان یې ردوي او وايي، اوس هم پر خپله ژمنه ولاړ دي.

د داعش پیاوړتیا

د منځني ختیځ انستیتیوت په مقاله کې په افغانستان د داعش بریدونو ته هم کته شوې او وايي، دا بریدونه هم ښيي چې د دې ډلې وړتیا زیاته شوې ده.

که څه هم طالبان د دې ډلې د کنټرول هڅه کوي، خو د دې ډلې په ځپلو کې پاتې راغلي او امکان شته چې په مختلفو سیمو او ان اروپا او امریکا کې بریدونه وکړي.

د دې مقالې له مخې، طالبان هم د داعش د کنټرول لپاره د سیمې د استخباراتي مالوماتو او همکارۍ جلبولو هڅه کوي.

که څه هم طالبان په ښکاره دا ردوي چې داعش په افغانستان کې حضور لري، خو وخت ناوخت د دې ډلې پرضد عملیات کوي.

داعش همدا تېره اونۍ هم په دایکندي کې ۱۴ کسان ووژل او ۶ یې ټپي کړل، چې له کربلا د ستنو شویو زیارتوالو هرکلي ته تللي وو.

له ترهګرۍ سره مبارزه

د داعش وروستي برید کې د وژل شویو کسانو لپاره د قبرونو کندل

په «د امریکا له وتلو درې کاله وروسته افغانستان کې د ترهګرۍ لرلید او نړیوال اغېز» په نوم دا مقاله د امریکا د استخباراتو پخواني مامور داګلاس لندن او په متحده عربي اماراتو کې پخواني افغان سفیر جاوید احمد لیکلې ده.

دوی وايي، په افغانستان کې د طالبانو دحاکمیت په سیوري کې وسلوالې ډلې داسې نوعیت لري چې ځینې یې د یو هېواد او نورې یې د بل هېواد د ګټو یا امنیت لپاره ګواښ دي.

د دوی په خبره، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر که یوه ډله د چین لپاره ګواښ وي، ممکن د پاکستان، روسیې او ایران لپاره ګواښ نه وي.

له دې سره دوی زیاتوي چې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه په هغو ګوتشمېر مسلو کې ده چې د سیمې او نړۍ د ټولو هېوادونو په ګټه ده.

د مدرسو ډېرېدل

د منځني ختیځ استیتیوت په دې مقاله کې په افغانستان کې د مدرسو پر زیاتېدو هم اندېښنه ښودل شوې ده.

د دې شننې له مخې په دې مدرسو کې روزل کېدونکي طالبان به د دې ډلې راتلونکی نسل او تر اوسنیو به ډېر توندلاري وي.

د طالبانو واکمنېدو سره د دې ډلې مشر هر ولایت کې د یوې جهادي مدرسې جوړېدو فرمان ور کړل چې تر زرو زدکوونکي به لري.

د دې ډلې د پوهنې وزارت هم په هره ولسوالۍ کې لږ تر لږه د یوې مدرسې د جوړولو خبره وکړه.

د روانې اونۍ په لومړیو کې د دې وزارت چارواکو د خپلو کلنیو لاسته راوړنو راپور کې وویل، چې اوس په افغانستان کې تر ۲۲ زرو ډېر اسلامي مرکزونه او مدرسې فعالیت کوي.

نور خبرونه

رادیو