حقاني د پکتیا غونډې ته: که زموږ د ملګرو د قربانیو محاسبه وشي موږ د ډېر څه حقداره یو

۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وایي، چې که د دغې ډلې د قربانیو محاسبه وشي، دوی د ډېر څه حقدار دي.
نوموړي دغه څرګندونې د پکتیا ولایت سید کرم ولسوالۍ کې قومي مخورو او سيمه ييزو مسوولينو ته په وینا کې وکړې.

حقاني په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ هغه نظامونه چې د ټاکنو په پایله کې رامنځته کېږي بیا د خپلې رایه ګیرۍ په اساس خپل حق غواړي؛ خو دغه ډله بیا د خپلو «شهیدانو» له مخې رایه ګیري کوي.
د نوموړي په خبره: «که رایه ګیري وشي نو زمونږ داسې رایه ګیري ده، چې هرې منطقې ته ولاړ شی زمونږ شهیدان پراته دي او د هېواد د ازادۍ لپاره یې قربانۍ ورکړي؛ نو که په دې برخه کې محاسبه وشي مونږ یې ډېر حقداره یو.»

د طالبانو تر منځ د واک پر وېش له دې وړاندې هم څنګزنې اشارې شوې دي، له دې وړاندې د وردګو طالبانو هم په مختلفو پیغامونو کې ویلي، چې دوی ته د دوی د قربانیو په نظر کې نیولو سره په واک کې ونډه نه ده ورکړل شوې.
له درېیو کلونو راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، دغه ډله د خپلو ځواکونو او د هغوی د کورنیو په نامه زرګونه ډالره لګوي او هر فرصت یوازې هغو کسانو ته برابروي، چې د دوی له لیکو سره یې کار کړی وي.
دغې ډلې د افغانستان د تېر نظام په زرګونو متقاعدینو د تقاعد پیسې بندې کړي دي؛ خو د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې د خپلو وژل شویو ځواکونو کورنیو ته پیسې وېشي.
له دې سره، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر همداراز د افغانستان له خلکو وغوښتل، چې اوسنیو شرایطو ته په کتو سره باید حوصله وکړي، ځکه د هېواد اقتصادي وضعیت مخ په ښه کېدو دی.
ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې د قوشتېپې کانال پرانیستې او لسګونو نورو پروژو ته په اشارې سره وویل، چې تر راتلونکو پنځو کلونو به د افغانستان رنګ او حالات بدل شي.
د نوموړي په وینا: «په افغانستان کې ستونزې شته، خلک په تکلیف دي، بې روزګاري شته، خو هیلې هم زیاتې دي.»
سراج الدین حقاني په خپلو خبرو کې وویل، چې نړۍ هڅه کوي دغه ډله د افغاستان د معدنیاتو پر استخراج کار وکړي، ځکه د نوموړي په خبره: «نړۍوال وایي، چې افغانستان د ځمکې لاندې ډېر غني هېواد دی او د ځمکې پر سر بیا ډېر فقیر دی او که د افغانستان د ځمکې لاندې خزانې واېستل شي نړۍ به ورته محتاج وي.»
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر پرته له دې چې د کوم هېواد یا کس نوم واخلي وایي، چې د ډېریو کسان نیت بد دی، چې ولې افغانستان د هېچا قرضدار نه دی او د پیسو ارزښت یې هم پورته روان دی.
نوموړی دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته چې دغه هېواد له اقتصادي کړکیچ سره مخ شو، نږدې هره اوونۍ شاوخوا د ۴۰ میلیونه ډالرو بکسې د بشري مرستې په نوم افغانستان ته رسېږي.
حقاني په خپلو خبرو کې یو ځل بیا په افغانستان کې د امنیتي وضعیت ښه کېدو ته په اشارې سره وویل: «د نا امېدۍ پر ځای ولس او حکومت بايد په ګډه کار وکړي.»
د یادولو ده، چې نوموړي په افغانستان کې روان وضعیت د هېواد د یووالي او وحدت لپاره مهم فرصت وباله او زیاته یې کړه، چې حکومت هڅه کوي په هېواد کې ثبات وساتي.

نور خبرونه

رادیو