طالبانو په سرپل کې د «نامشروع اړیکو» او «زنا» په تور ۶ کسان په دورو وهلي دي

۱۰ ساعتونه مخکې

طالبانو د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د «نامشروع اړیکو» او «زنا» په تور شپږو کسانو ته د سزا ور کولو خبر ورکړ.
د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه ولایت کې ۵ کسان د «نامشروع اړیکو» او یو بل کس د «زنا» په تور په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.

که څه هم په خبرپاڼه کې د تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ویل کیږي چې یاد کسان له شپږو میاشتو تر درېیو کلونو تنفیذي بند او هر یو په ۳۹- ۳۹، ۳۱-۳۱ او ۲۹ دورو محکوم شوي و.
طالبان د بدني سزاوو د لیدو لپاره ډېری وخت یوه ورځ مخکې د سیمې خلک خبروي، څو د تورنو کسانو سزاوې د عبرت په موخه وګوري.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره دغې ډلې یو ځل بیا په عام محضر کې د خلکو بدني سزاوې پیل کړي دي او هره ورځ له بېلابېلو ولایتونو څخه د تعزیري سزاو راپورونه خپروي.
د راپورونو له مخې؛ طالبانو یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۲۰۰ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
سره له دې، چې د طالبانو دغه ډول سزاګانې له پراخو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره هم مخ دي؛ خو دغه ډله وایي، چې دوی پر تورنو کسانو شرعي حکمونه پلي کوي.

نور خبرونه

رادیو