یونېسف: د سویل ختیځې اسیا په سېلابونو او ځمکې ښویېدنه کې نږدې ۶ مېلیونه ماشومان اغېزمن شوي

۱۲ ساعتونه مخکې

یونېسف وایي، چې په ویټنام، میانمار، لاووس او ټایلنډ کې د یاګي توپانونو له امله نږدې ۶ مېلیونه ماشومان اغېزمن شوي دي.

یونېسف د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې په یادو هېوادونو کې د رامنځته شویو سېلابونو او ځمکې ښوییدنې له امله زرګونه ماشومان پاکو اوبو، خوړو، روغتیایي خدمتونو، سرپناه او زده‌کړو ته اړتیا لري.

دغې ادارې د سویل ختیځې اسیا لپاره د یونېسف د سیمه‌ییزو مسوولانو له قوله راپور ورکړی، چې سېلاب ځپلي له سخت بشري ناورین سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د راپور له مخې، یاګي توپان چې په اسیایي هېوادونو کې تر ټولو قوي توپان بلل شوی، تر اوسه یې له امله ۸۵۰ ښوونځي او څه باندې ۵۵۰ روغتیایي مرکزونه زیانمن شوي دي.

په راپور کې همداراز زیاته شوې، چې له یاد توپان څخه ډېری زیانونه په ویټنام کې رامنځته شوي دي، چې له امله یې شاوخوا ۳ مېلیونه کسان چې ډېر یې ماشومان دي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

یونېسف په دغه راپور کې ویلي، چې په میانمار کې د راوتلو سېلابونو په پایله کې ۱۷۰ کسان وژل شوي او ۳۲۰۰۰۰ کسان بې ځایه شوي دي.

په میانمار کې سېلابونو لږ تر لږه نهه سیمې او ایالتونه اغېزمن کړي دي.

اخوا د ټایلنډ له شمال څخه بیا راپور ورکړل شوی، چې نږدې ۶۴۰۰۰ ماشومان سخت اغېزمن شوي او د ښوونځیو د ویجاړېدو له امله ماشومانو ته په انلاین ډول زده‌کړې ورکول کېږي.

د یاګي خونړي توپان له امله په لاوس کې هم زرګونه ماشومان اغېزمن شوي دي.

په راپور کې د دغو ماشومان شمېر ۶۰۰۰۰ ښودل شوی دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې اوچا د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې د خوراکي توکو، د څښاک اوبو، درملو، جامو او سرپناه ته بېړنۍ اړتیا ده؛ خو د سړکونو او پلونو ویجاړېدو او د مخابراتو او انټرنېټ بې ثباته خدمتونو د مرستو هڅې له خنډ سره مخ شوې دي.

اخوا یونېسف څه موده وړاندې ویلي و، چې د اقلیمي بدلون له امله د هوا دغه ناسمې پېښې په سویلي اسیا کې د ماشومانو ژوند بدلوي او ګواښي یې.

یادې ادارې په حکومتونو غږ کړی و، چې د ماشومانو د ژوند خوندي کولو لپاره ښه چمتووالی ونیسي او چټک غبرګون وښيي.

نور خبرونه

رادیو