امیرخان متقي: له افغانستان چا ته ګواښ نه شته او د ملګرو ملتونو د سرمنشي معلومات ضعیف دي

۷ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې هیڅ کومه نامسووله ډله په افغانستان کې نه شته.

هغه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د تېرې ورځې د خبرو په غبرګون ویلي، چې د نوموړي معلومات ضعیف دي.

هغه د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) په افغانستان کې د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي څرګندونو په غبرګون کې خبرې کولې وویل: “پرون مو واورېدل چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په اړه څرګندونې درلود؛ خو په خواشینۍ سره چې معلومات یې ډېر ضعیف وو. که حقایق په نظر کې ونیول شي، نو په افغانستان هېڅ کومه نامسووله ډله شتون نه لري او په تېرو درې کلونو کې د افغانستان له خاورې هېڅ کوم هېواد ته زیان نه دی رسیدلی. زمونږ شپږو ګاونډیو هېڅ یو هم کوم فریاد یا شکایت نه دی کړی، یوازې یو ګاونډی کله نا کله تورونه لګوي.”

امیر خان متقي د پاکستان د نوم له اخیستو ډډه وکړه.

نوموړی وايي؛ په خواشینۍ سره چې د ملګرو ملتونو سرمنشي، د دې پر ځای چې معلومات ترلاسه کړي او حقیقتونه بیان کړي، داسې یو تور یې پورې کړ چې هغوی ته مناسب نه و.

هغه وویل: "مونږ ټولې نړۍ ته اطمینان ورکړی او بیا یې هم ورکوو، چې هر څوک چې په هر ځای کې هر تشویش لري، د افغانستان په هره څنډه کې د افغانستان په نږدې ۴۰۰ ولسوالیو کې او زرګونو کلیو کې طالبان حاکمیت لري. په هره قریه کې چې څوک تشویش لري، رادې شي‌ او سیمه دې وګوري او ودې ښيي چې مخالفین یې چیرې دي.”

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي: "کله چې دغه ډلې نه د افغانستان ۴۰ میلیونه نفوس ګوري، نه یې د خیریه بنسټونو زرګونه استازي‌ ګوري، نه پرې ډېپلوماتان او سفارتونه خبر دي، نو بیا د ملګرو ملتونو یو جګپوړی چارواکی څنګه داسې یو تور لګوي؟ په خواشینۍ سره چې دا یو مناسب کار نه و.”

هغه له امنیت شورا او ملګرو ملتونو غواړي، چې د بشري حقونو، امنیت او اقتصادي پرمختګ په برخه کې دې د افغانستان حقیقتونه په نظر کې ونیسي او بیا دې اوسنی حالت د تېرو څلورو لسیزو سره پرتله کړي.

مقتي په داسې حال کې په افغانستان کې د نورو وسله والو ډلو له شتون انکار کوي، چې داعش د تېرې پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۲ مه) په دایکنډي کې ۱۴ هزاره ملکي وګړي په ډزو ووژل.

طالبانو دغه پیښه تایید کړه او د څېړنې لپاره یې یو پلاوی وټاکه.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د ښځو له حقونو څخه په جدي سرغړونو، د توکمیزو ډلو پر وړاندې تبعیض او همدارنګه نورو هېوادونو ته له افغانستان څخه د ترهګرۍ پر لېږد اندېښنه څرګنده کړه.

انټونیو ګوتریش د افغانستان انټرنشنل د خبریالې د یوې پوښتنې په ځواب کې د طالبانو د رژیم تر ټولو ناوړه ځانګړنه د ښځو په وړاندې سخت بندیزونه او ځورول بللې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د پاکستان استازي ویلي، چې په افغانستان کې ترهګري د پاکستان، سیمې او نړۍ لپاره تر ټولو جدي ګواښ دی.

منير اکرم وويل، پاکستان کره شواهد لري چې په پاکستان کې دننه ځينې بريدونه د طالبانو د رژيم د غړو له خوا شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې طالبان د داعش پر وړاندې په جګړه کې پاتې راغلي، په داسې حال کې چې القاعده او پاکستاني طالبانو ته یې پناه ورکړې او ساتنه یې کړې ده.

هغه وويل، "ټي ټي پي د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ ډله ده او بايد د ټولې سيمې او نړۍ لپاره اندېښنه وي."

هغه زیاته کړې، چې دا ډله د شاوخوا ۶۰۰۰ جنګیالیو په درلودلو سره په افغانستان کې تر ټولو لویه ترهګره ډله ده.

نور خبرونه

رادیو