د اروپا پارلمان د هغو حکومتونو غندنه غوښتې چې له طالبانو سره اړیکې عادي کول غواړي

۶ ساعتونه مخکې

د اروپا پارلمان د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) په یوه نوي پرېکړه لیک کې د هغو حکومتونو د غندلو غوښتنه وکړه، چې له طالبانو سره اړیکې عادي کول غواړي.

دغه پارلمان د جنسیتي توپیر د پېژندلو او پر طالبانو د اروپايي ټولنې د نویو بندیزونو د لګولو غوښتنه هم وکړه.

دغه پرېکړه لیک د پنجشنبې په ورځ په ۵۶۵موافقو، ۸مخالفو او ۴۳ممتنع رایو سره تصویب شو.

په دغه پرېکړه لیک کې غوښتل شوي، چې طالب چارواکي دې د جرمونو په نړۍواله محکمه (ای سي سي) کې وپوښتل شي.

دغه پرېکړه ليک اروپايي ټولنې او مرسته کوونکو هېوادونو ته سپارښتنه کوي، چې د افغانستان د لومړنيو اړتياو، معيشت او مدني ټولنې لپاره بشري مرستې او ملاتړ زيات کړي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ د اروپايي پارلمان له خوا خپره شوې، راغلي چې د اروپا پارلمان د طالبانو نوی تصویب شوی قانون غندي چې «د امر بالمعروف و نهې عن المنکر» په نوم یادیږي.

د اروپايي پارلمان استازي وايي، په افغانستان کې ښځې په زوره ودونو ته اړ کېږي او له جنسي تاوتریخوالي او د وهلو او سنګسار له سزاګانو سره مخ دي.

دوی د افغان ښځو مبارزه هم وستایله او له هغوی سره یې خپل پیوستون څرګند کړ.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې هم غړو هېوادونو د افغانستان پر مېرمنو د طالبانو بندیز وغانده.

نور خبرونه

رادیو