ملګري ملتونه: اسراییل په غزه کې د ماشومانو د حقونو له نړۍوال تړون څخه سرغړونه کړې ده

۵ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو یوې کمېټې د پنجشنبې په ورځ اسراییل د ماشومانو د حقونو د ساتنې له نړۍوال تړون څخه په سختې سرغړونې تورن کړ او ویې ویل، چې په غزه کې د دوی پوځي اقداماتو پر ماشومانو ناوړه اغېز کړی او په وروستيو کلونو کې تر ټولو ناوړه سرغړونې دي.

فلسطیني روغتیايي چارواکي وايي، چې د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا د پولې پورې غاړې د بریدونو په ځواب کې د اسراییل د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې په غزه کې ۴۱۰۰۰ کسان وژل شوي.

د اسراییل د شمېرو له مخې؛ د حماس په برید کې ۱۲۰۰ تنه وژل شوي او ۲۵۰ تنه یرغمل شوي وو.

په غزه کې د وژل شویو کسانو له جملې څخه لږ تر لږه ۱۱ زره ۳۵۵ تنه ماشومان دي، د فلسطیني ارقامو له مخې په زرګونو نور ټپیان شوي دي.

د دې کمېټې مرستیال براګي ګوډبرانډسن خبریالانو ته وویل: "د ماشومانو بې رحمانه مړینه له تاریخي پلوه بې ساري ده. دا په تاریخ کې یو ډېر تور ځای دی."

هغه وویل: "زه فکر نه کوم چې موږ مخکې داسې لویه سرغړونه لیدلې وي، دومره پراخه مړینه، لکه څنګه چې موږ اوس په غزه کې یې وینو، دا خورا جدي سرغړونې دي چې موږ یې اکثره نادیده نیسو."

اسراییل چې په ۱۹۹۱ کال کې یې دا تړون تصویب کړی، په جنیوا کې د خپل ډېپلوماتیک ماموریت له خوا په لیږل شوې اعلامیه کې دغه کمېټه د "سیاسي پلوه د اجنډا" په درلودلو تورنه کړې.

دغه هېواد د سپټمبر په لومړیو کې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو یو لړ اوریدنو ته یو لوی پلاوی واستاوه چېرې چې دوی استدلال وکړ، چې دا تړون په غزه یا لویدیځه غاړه کې نه پلي کیږي او ویلي یې دي، چې د نړۍوال بشردوستانه قانون درناوي ته ژمن دی.

اسراییل وايي، چې په غزه کې یې د پوځي عملیاتو موخه د فلسطین د حماس د واکمنانو له منځه وړل دي او دا چې ملکي وګړي نه په نښه کوي بلکې وسله وال د دوی په منځ کې ځان پټوي، هغه څه چې حماس یې ردوي.

کمېټې د دوی په مجلسونو کې د اسراییل د ګډون ستاینه کړې خو ویلي یې دي، چې "د دولت له خوا د خپلو قانوني مکلفیتونو په تکرار ردولو یې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده".

د ملګرو ملتونو ۱۸ کسیزه کمېټه د ماشومانو د حقونو په اړه د ۱۹۸۹ کنوانسیون په برخه کې د هېوادونو کړنې څاري.

د دغو څارنو په پایله کې دې پر اسراییل غږ کړی، چې د جګړې له امله په زرګونو معیوب یا ټپیان شوي ماشومانو ته بېړنۍ مرستې چمتو کړي، د یتیمانو سره مرسته وکړي او له غزې څخه د نورو زخمیانو وتلو ته اجازه ورکړي.

د ملګرو ملتونو اداره د خپلو سپارښتنو د پلي کولو لپاره هېڅ کوم ځواک نه لري که څه هم ټول هېوادونه اړ دي، چې له دغو سپارښتنو د اطاعت وکړي.

نور خبرونه

رادیو