د منځني ختیځ کړکېچ؛ اسراییلي الوتکو د لبنان په سویلي سیمو بمباري کړې ده

۷ ساعتونه مخکې

اسراییل د پنجشنبې په ورځ د لبنان په سوېل کې بمباري وکړه او ویې ویل، چې د ایران په مشرۍ د وژنو یوه دسیسه یې شنډه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د حزب الله د پیجرونو له چاودنو وروسته،‌ دواړه لوري د یوې احتمالي جګړې په لور روان دي.

د حزب الله د وسله والې ډلې په مخابراتي تجهیزاتو پیچلي بریدونه چې په دوه ورځو کې یې ۳۷ کسان ووژل او شاوخوا ۳۰۰۰ نور یې ټپیان کړل، په لبنان کې ګډوډي جوړه کړې او ډار شوي خلک ان ځان سره د خپلو ټلیفونو له ګرځولو ډډه کوي.

مصطفی صبل چې د بېروت مرکز ته څېرمه په یوه سیمه کې ژوند کوي وايي: "دا کومه وړه خبره نه ده، دا جګړه ده. اوس څوک د خلکو ټلیفونونه خوندي کولی شي؟ کله چې ما د پرونۍ پېښې په اړه واورېدل، ما خپل ټلیفون په خپل موټر سایکل کې پرېښود او لاړم."

د لبنان دولتي رسنیو ویلي، چې په بېروت کې د اسراییل جیټ الوتکو غږ اورېدل کېدای شي، چې په وروستیو میاشتو کې په زیاتېدونکې توګه عام شوی.

اسراییل ویلي، چې جنګي الوتکو یې د لبنان په سوېل کې پر کلیو بریدونه کړي او یوې امنیتي سرچینې او د حزب الله المنار ټلویزیون راپور ورکړی، چې پولې ته څېرمه هوايي بریدونه د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته بیا پیل شوي دي.

د لبنان په سوېل کې د چهارشنبې په ورځ هغه لاسي راډیوګانو چې د حزب الله له خوا د پیغامونو د تبادلې لپاره کارول کېدې په ډله اییزه توګه یې چاودنې کړي.

دغه راډیوګانو ته پیجرونه هم ویل کیږي.

د لبنان د روغتیا وزیر ویلي، چې د تېر کال د غزې جګړې سره هم‌مهاله د وسله والو او اسراییل ترمنځ د پولې په اوږدو کې د جګړې له پیل راهیسې د هېواد تر ټولو خونړۍ ورځ کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۶۰۸ نور ټپیان شوي دي.

تېره ورځ په سلګونو پیجرونو چې د حزب الله له خوا د ګرځنده ټلیفون د څارنې څخه د مخنیوي لپاره کارول کیږي په هم‌مهاله توګه چاودنه وکړه، په دغو چاودنو کې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول او له ۲۳۰۰ څخه ډېر ټپیان شول.

د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه وغوښتل، چې د هغه د هېواد پر وړاندې د اسراییل "تېري" او "ټیکنالوژیکي جګړې" د مخنیوي لپاره ټینګ دریځ غوره کړي.

اسراییل په مستقیم ډول د پیجرونه په اړه کومه تبصره نه ده کړې؛ خو ګڼو امنیتي سرچینو ویلي، چې دا بریدونه د دوی د استخباراتي ادارې موساد له خوا ترسره شوي دي.

اسراييل وايي، چې له حزب الله سره يې شخړه لکه د فلسطيني وسله والې ډلې حماس پر وړاندې په غزه کې د جګړې په څېر له ايران سره د پراخې سيمه ييزې جګړې يوه برخه ده، چې په سوريه، يمن او عراق کې د دواړو ډلو او وسله والو خوځښتونو ملاتړ کوي.

د پنجشنبې په ورځ د اسراییل امنیتي ځواکونو ویلي، چې یو اسراییلي سوداګر تېره میاشت وروسته له هغه نیول شوی، چې په ایران کې یې لږ تر لږه په دوو غونډو کې ګډون کړی و او د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د دفاع وزیر یا د استخباراتي ادارې، موساد، د مشر د وژلو په اړه پکې خبرې شوې وې.

نور خبرونه

رادیو