روسیې د اوکراین د برېښنا پر شبکې د انرژۍ د کمښت د خبرداري سربېره برید کړی

۶ ساعتونه مخکې

د اوکراین چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې روسیې د هوايي بریدونو په یوې نوې څپې کې د اوکراین د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې د ملګرو ملتونو د څارنې ادارې ویلي وو، چې د برېښنا شبکې باندې بریدونه ممکن د بشري قانون سرغړونه وي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې ملکي زېربناوې هم زیانمنې شوي او د انرژۍ نړۍوالې ادارې په دې ژمي کې په اوکراین کې د برېښنا د کمښت خبرداری ورکړی.

د اوکراین هوايي ځواک ویلي، چې د روسیې له خوا په دغه برید کې کارول شوې ټولې ۴۲ بې پیلوټه الوتکې او یو توغندی یې نسکور کړی دی.

سیمه ییز څارنوالانو وویل، چې د چهارشنبې ماښام د کراسنوپیلیا سیمې ته نږدې په دغه برید کې درې کسان وژل شوي دي.

بل خوا د پنجشنبې په ورځ په یو بل روسي برید کې دوه کسان وژل شوي او یو روغتیايي مرکز زیانمن شوی دی.

د اوکراین د انرژۍ وزارت ویلي، چې په لسو سیمو کې د برېښنا کمښت رامنځته شوی او د انرژۍ نړۍوالې ادارې په یو راپور کې ویلي، چې د ژمي په سختو میاشتو کې د اوکراین د برېښنا کمښت ښايي ډېر لوړ شي او شته برېښنا به د خلکو د اړتیا وړ درېیمه برخه برېښنا پوره کړي.

اروپايي ټولنې هم په دې اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په لیتوانیا کې د تېلو د برېښنا د یوې فابریکې فعالیت دروي، تر څو په اوکراین کې دا ډول یوه فابریکه جوړه کړي او بل دا چې اوکراین ته به د برېښنا صادرات هم زیات شي.

په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څارنې ماموریت ویلي، چې د انرژۍ پر شبکې د روسیې بریدونه، د اوبو رسولو، فاضله موادو د تخلیې، د ګرمو اوبو د برابرولو، عامې روغتیا، پوهنې او په ټولیزه توګه اقتصاد ته پراخ خطرونه پېښوي.

د دغه ماموریت په اعلامیه کې راغلي: "د دې باور لپاره معقول دلیلونه شته چې د اوکراین پر برېښنا او د تودوخې تولید او لېږد زېربناو باندې د روسیې بریدونه د نړۍوال بشردوستانه قانون له بنسټیزو اصولو څخه سرغړونه ده."

کییف وايي، چې د انرژۍ د سیستم په نښه کول یو جنګي جرم دی او د جرمونو نړۍوالې محکمې د څلورو روسي چارواکو او پوځي افسرانو د نیولو امر صادر کړی دی، چې د ملکي برېښنا زېربناوې بمباروي.

مسکو بیا وايي، چې د برېښنا زېربناوې د دوی لپاره یو مشروع پوځي هدف دی او د خپلو چارواکو په وړاندې تورونه یې بې اساسه بللي دي.

نور خبرونه

رادیو