د پاکستان په کوټه کې روان کال د دغه هېواد د پولیو ۱۸‌مه پېښه ثبت شوه

۱۲ ساعتونه مخکې

د بلوچستان په کوټه کې نن پنجشنبه (د وږي ۲۹مه) د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوه، چې له دې سره په روان کال کې په دغه هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۱۸ ته لوړ شو.

دا په روان کال کې په کوټه کې د پولیو دویمه او په بلوچستان کې بیا ۱۳مه پېښه وه، چې ثبتېږي.
ویل کېږي، چې د پولیو دغه پېښه په یو دوه کلن ماشوم کې لیدل شوې ده.
تر دې وړاندې د پولیو ۱۷مه پېښه په اسلام اباد کې ثبت شوه.
د روان کال له پیله تر دې دمه یوازې له بلوچستان څخه د پولیو ۱۳ پېښې، له سنده درې پېښې او دوه پېښې له پنجاب څخه راپور شوې دي.
د دغې پېښې ثبتېدو سره په پاکستان کې د پولیو ویروس د پراختیا خطر زنګ په کړنګېدا راغی.
د پولیو د مخنیوي په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړې سلاکارې عایشه رضا فاروق د پولیو په پېښو کې د زیاتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، د بلوچستان په ځینو سیمو کې د پولیو ضد کمپاین کې ګډوډۍ د دغه ویروس د خپرېدا لپاره لاره هواره کړې ده.
هغې زیاته کړه، دا اړینه ده چې هر ماشوم ته د پولیو واکسین څو څاڅکي ورکړل شي.
هغې وويل، د پوليو په څېر له ساري ناروغيو د ماشومانو د ژغورنې لپاره تدابير نيول کېږي.
هغې له کورنیو هم وغوښتل، چې تر پنځو کلونو پورې ماشومانو ته واکسين ورکړي.
له بل پلوه چاپېریالي بېلګو د ټول پاکستان په ۶۶ ولسوالیو کې د پولیو ویروس شته‌والی تایید کړی.

نور خبرونه

رادیو