طالبانو ننګرهار کې خپلو ځواکونو ته د «علیکم بالجهاد» په نوم درې میاشتنۍ روزنه پیل کړه

۸ ساعتونه مخکې

طالبانو په ننګرهار کې د دې ډلې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو په مرکز کې خپلو زرو سرتېرو ته د «علیکم بالجهاد» په نوم درې میاشتنۍ روزنه پیل کړه.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د دې ډلې ځواکونو ته به په دې موده کې «اسلامي، نظامي، تهدابي او مسلکي» زدکړې ورکړل شي.

د راپور له مخې، دا کسان به له دغو درې میاشتینیو زدکړو وروسته د هېواد د امنیتي وضعیت په ښه کېدو کې برخه واخلي.
د غونډې ګډونوالو د «علیکم الجهاد» تر نامه لاندې د طالبانو د امنیتي ځواکونو د روزنې د پیل په غونډه کې د خپلو ویناوو پرمهال د طالبانو پر ځواکونو ټينګار وکړ، چې له دغه ښوونیز بهیر څخه په سمه توګه استفاده وکړي، «تر څو په ډګرونو او سنګرونو کې ښې لاسته راوړنې ولري.»

یوه دیني عالم افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې د نه نوم د اخیستو په شرط د علیکم الجهاد د تعریف په اړه وویل: «علیکم بالجهاد یوه اسلامي اصطلاح ده چې په عمومي توګه د جهاد کولو امر یا تشویق څرګندوي. جهاد په لغوي توګه "مبارزه" یا "هڅه" معنی لري، او په اسلامي مفکوره کې یې ګڼ اړخونه شته. ځینې وختونه دا اصطلاح د ځان او نفس د اصلاح لپاره کارول کېږي (د نفس، جهاد) او ځینې وختونه په پوځي مبارزه او دفاع کې.»
طالبانو په دې وروستیو کې په خپلو امنیتي لیکو کې د ځوانانو د جذبولو بهیر چټک کړی او همداراز یې خپلو پخوانیو ځواکونو ته د روزنې چارې زیاتې کړي دي.


دا چې په تېرو شلو کلونو کې له جمهوري دولت سره په جګړه کې د طالبانو زرګونه جنګیالي وژل شوي، اوس یاده ډله نویو ځواکونو ته اړتیا لري.
سره له دې چې په افغانستان کې د طالبانو د وژنې کره شمېرې نه شته، خو څه موده وړاندې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې د شهدا او معلولینو چارو وزارت وویل، له هغه وخته چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي ۳۱۶۱۲ د شهیدانو د کورنیو په نوم تازه ثبت کړي دي.

نور خبرونه

رادیو