د بشري حقونو څار سازمان: د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو بندیز د افغانستان راتلونکی زیانمنوي

پرون

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، درې کاله کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځيو ته پر تګ بندیز لګول شوی او د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو دغه بندیز د افغانستان راتلونکی زیانمنوي.

د بشري حقونو څار بنسټ وايي، د (سپټمبر په ۱۷مه) درې کاله پوره شول، چې طالبانو په افغانستان کې واک ته له رسېدو لږ وروسته په افغانستان کې د نجونو پر منځنیو زده‌کړو بندیز ولګاوه.
یادې مسلې په نړۍواله کچه ډېر بحثونه پارولي؛ خو حکومتونو او نړۍوالو بنسټونو تر اوسه د طالبانو د بندیز د لرې کولو لپاره د پام وړ ګام نه دی اخیستی.
د بشري حقونو څار ادارې په خپل راپور کې لیکلي، چې طالبان په سیسټماتیک ډول د ښځو پر حقونو برید کوي چې له امله یې نجونې په بشپړه توګه له زده‌کړو بې برخې کړې او په دې کار سره یې د افغانستان د پوهنې سیسټم او خلکو ته اوږدمهاله زیان رسولی دی.
«له شپږم ټولګي څخه د پورته زده‌کړو څخه د نجونو منعه کول یو ناوړه جنسيتي برید دی، چې د افغانستان د پوهنې په سیسټم کې د جنسیت نابرابرۍ ته لاره هواروي. دغه بندیز د افغانانو د ژوند په ټولو برخو منفي اغېزه کوي او د افغانستان د راتلونکې لپاره ناوړه ټولنیز، پرمختیایي او اقتصادي پایلې لري. د هرې ورځې په تېرېدو سره چې بندیز په خپل ځای پاتې کېږي زیان یې لا پسې ډېرېږي.»
د بشري حقونو د څار ادارې ویلي، چې د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په لګولو سره، د افغانستان راتلونکی به د ډاکټرانو، نرسانو، ښځینه ښوونکو او د ژوند په بېلابېلو برخو کې د لوستو ښځینه او مسلکي کسانو له جدي کمښت سره مخ کړي.
دغې ادارې ویلي، چې د طالبانو دغه بندیز به په افغاني ټولنه کې د ښځو ونډه نوره هم کمزورې کړي او د ښځو له معقولې ونډې پرته به د یوې نابرابرې، جلا شوې او بې وزلې ټولنې لامل شي.
راپور زیاتوي، چې د طالبانو تبعیضي بندیز لږ تر لږه ۱.۴ مېلیونه نجونې د تعلیم له حقه بې برخې کړې دي.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو بندیز افغان نجونو ته رواني زیانونه اړلي او د هغوی هیلې یې له منځه وړې دي.
طالبان په دې کار سره د افغان نجونو قیمتي وخت ضایع کوي، طالبانو په خپله تېره دوره کې د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې هم د افغان نجونو د زده‌کړو مخه نیولې وه او هیڅکله یې په دې اړه ځواب نه وایه.
په راپور کې ویل شوي، هغه نجونې چې د طالبانو په لومړۍ دوره کې له ښوونځیو او زده‌کړو څخه منعه کړل شوې وې، ډیرې یې په بشپړ ډول بېرته زده‌کړو ته ونه ګرځیدې او هغه نجونې چې نن ورځ ښوونځي پرېږدي د ژوند د دایمي بې‌سوادۍ سره مخامخېدای شي.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، طالبان باید ژر تر ژره د نجونو پر منځنيو زده‌کړو بندیز پای ته ورسوي او د ټولو نجونو لپاره د خوندي او باکیفیته زده کړو زمینه برابره کړي.
نړۍواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي، چې سمدستي خپل بندیزونه لرې کړي او د نجونو لپاره د ښوونځیو د پرانستلو په اړه خپلې پخوانۍ ژمنې عملي کړي.
د بشري حقونو د څار سازمان پر بسپنه ورکوونکو هېوادونو غږ کړی، چې د هغو ټولنو ملاتړ دې وکړي چې د نجونو د زده‌کړې حق غواړي او د انلاین زده‌کړو پر نوښتونو دې بانګونه وکړي چې د ښځو له‌خوا پرمخ وړل کېږي.

نور خبرونه

رادیو