د ځینې مشرانو له مخالفت سره منظور پښتین کورمې ته لاړ او لوی شمېر خلکو یې هرکلی وکړ

پرون

د پښتونخوا په کورمه کې د ځینې مشرانو له مخالفت سره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر نن دغې سیمې ته لاړ او د ۱۱ اکتوبر جرګې لپاره یې خلکو ته بلنه ور کړه.

خواله رسنیو کې ویډیووې ښيي چې کورمې ته پر لار په مختلفو سیمو کې ځايي خلک د سړک پر غاړه او بازارونو کې د منظور پښتین تود هرکلی کوي.

منظور پښتین د پښتنو برخلیک مالومولو لپاره د ۱۱ اکتوبر جرګې ته د خلکو بللو په تکل له څه مهال راهیسې مختلفو سیمو ته سفرونه پیل کړي دي.

ښاغلی پښتین چې له څو ورځو راهیسې په کوهاټ او ورڅېرمه سیمو کې ورته غونډې لري، پرون د هنګو تورې وړۍ ته تللی و.

خو کورمې ته تر تلو یوه ورځ مخکې د دې سیمې ځینې مشرانو ترې وغوښتل چې هلته دې نه ورځي.

ځايي فعالان وايي، دې مشرانو د حکومت په غوښتنه دا کار کړی دی.

خو د دغو مشرانو دا غوښتنه د ځوانو پښتنو فعالانو له مخالفت سره مخ شوه او له خلکو یې وغوښتل چې د منظور تود هرکلی وکړي.

د عبدالخالق اورکزي په نوم ټولنیز فعال خپل فیسبوک کې دې مشرانو ته لیکلي: «کورمه د څو کسانو نه ده، بلکې د نږدې اتو لکو پښتنو ده او منظور ته په تمه دي.»

د سید حیدر عباس په نوم بل کس هم د منظور له تګ سره له مخالفو خلکو پوښتنه کړې، چې که ترهګر کورمې ته ورځي، نو منظور پښتون ولې نه شي ورتلی.

د ځايي رسنیو د راپور له مخې د نوموړي د تګ د مخنیوي لپاره د کورمې چارواکو په کوزمه کورمه کې له پنځو کسانو د ډېرو خلکو په غونډو هم بندیز لګولی دی.

خو له دې سره نن منظور پښتین کورمې ته لاړ او د ۱۱ اکتوبر جرګې ته یې خلکو ته بلنه ور کړه.

د نوموړي په غونډه کې پر قومي مشرانو، مدني او ټولنیزو فعالانو او خبریالانو سربېره ډېرو خلکو ګډون درلود.

خواله رسنیو کې ویډیووې او د نوموړي پر شخصي خواله رسنۍ خپاره شوي انځورونه ښيي چې نوموړي ته لوی شمېر خلک ورغلي دي.

ویل کېږي ښاغلي پښتون تر دې وروسته بره کورمه کې په مرکز پاړه څینار کې غونډه لري.

کورمه له لسیزو راهیسې د شیعه او سني فرقو د تاوتریخوالي ښکار ده.

نور خبرونه

رادیو