د پښتونخوا مشر وزیر د پاکستان ملي سرود ته د نه اودرېدو له امله د طالبانو د کونسل ننګه وکړه

۲۰ ساعتونه مخکې

د خیبر پښتونخوا مشر وزیر علي امین ګنډاپور په پېښور کې طالبانو له جنرال کونسل محب الله شاکر څخه دفاع وکړه.

محب الله شاکر تېره ورځ په یوې غونډه کې د پاکستان ملي سرود ته د نه اودرېدو له امله له سختو نیوکو سره مخ شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په یو بیان کې ویلي وو، چې په پېښور کې د طالبانو کونسل محب الله شاکر په یوې غونډې کې د پاکستان د ملي سرود په درناوي نه دی درېدلی، چې دا چاره له ټولو سیاسي او ډېپلوماتیکو عرفونو خلاف ده.

ښاغلي ګنډاپور د چهارشنبې په ورځ د وینا پر مهال د طالبانو د کونسلګرۍ د وضاحت په حواله وویل، چې د طالبانو کونسلګرۍ په دې اړه وضاحت ورکړی، چې شاکر د پاکستان ملي سرود ته د موسیقۍ له امله نه دی ولاړ شوی؛ ځکه چې ملي سرود سره موسیقي ګډه وه او طالبانو هم له خپل ملي سرود څخه موسیقي لرې کړې ده.

په پېښور کې د طالبانو کونسلګرۍ په یو بیان کې ویلي، چې د پاکستان ملي سرود ته د سپکاوي اراده یې نه لرله او کونسل ځکه ملي سرود ته ونه درېد چې په سرود کې موسیقي موجوده وه.

همدا راز ښاغلي ګنډاپور کولتوري توپیرونو ته په اشارې سره یې ټینګار وکړ، چې د شاکر موخه بې احترامي نه وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ دا کړنه غندلې او زیاته کړې یې ده، چې د طالبانو د سرکونسل له خوا د پاکستان ملي سرود ته نه درېدل د ډېپلوماتیکو اصولو خلاف عمل دی.

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په دې وروستیو کې د پاکستان د مشرانو تر سخت انتقاد لاندې دی.

هغه ویلي وو، چې له طالبانو سره به په مستقیم ډول خبرې وکړي.

علي امین ګنډاپور ويلي وو، چې له افغان طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره کابل ته پلاوی استوي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) وویل، هېڅ صوبه له کوم هېواد سره مستقیمې خبرې نه شي کولی او په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا د مشر وزیر علي امین ګنډاپور څرګندونې زهر دي.

نور خبرونه

رادیو