پاکستاني رسنۍ:د ترهګرۍ ضد ځواکونو د پنجاب په ننکاڼه کې د عملیاتو پر مهال درې وسله‌وال وژلي

پرون

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د دغه هیواد له ترهګرۍ سره د مبارزې ځواکونو د پنجاب په ننکاڼه ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال درې وسله وال وژلي او دوه یې ټپیان کړي.
رسنۍ وايي، وسله والو له دغو ځواکونو سره سخته جګړه هم کړې ده.

پاکستاني رسنیو نن چهارشنبه د (وږي ۲۸مه) خبرونه خپاره کړي، چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواکونو نن سهار وختي د دغه هیواد پنجاب ایالت په ننکاڼه ولسوالۍ کې د وسله والو پر یوه پټنځای عملیات کړي چې په پایله کې یې درې وسله وال وژلي او دوه یې ټپیان کړي.
راپورونه وايي، ځینې وسله وال له دغې سیمې په تېښته هم بریالي شوي، چې د دغو ځواکونو او پولیسو پلټنې پسې روانې دي.
ویل کیږي، د عملیاتو پر مهال د دوی تر منځ جګړه هم شوې خو دا نه معلومه چې پاکستاني امنیتي ځواکونو ته څومره مرګ ژوبله اوښتې.
پاکستاني رسنیو د امنیتي ځواکونو له قوله ویلي، چې د پېښې له ځايه د وسلو او چاودېدونکو توکو يوه زېرمه هم موندل شوې چې په کې ځينې وسلې، لاسي بمونه او چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي.
رسنۍ وايي، ځايي پولیسو د وژل شویو وسله والو د پېژندلو لپاره هڅې پیل کړې، او ویلي یې دي، دغو وسله والو غوښتل چې د پنجاب پر مرکز لاهور د لوی برید لپاره چمتوالی ونیسي.
تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې ټي ټي پي ویلي و، چې دوی به خپل بریدونه له پښتونخوا ها خوا نورو سیمو ته هم غځوي.
دوه ورځې وړاندې په لاهور کې یو ځايي پولیس د وسله والو په مخامخ ډزو کې وژل شوی و.

نور خبرونه

رادیو