په پام کې ده، چې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال نن په یو رسمي سفر اسلام اباد ته راورسېږي

پرون

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دغه سفر کې به د روسیې د لومړی وزیر له مرستیال الیکسي اوور چوک سره د هغه هېواد یو جګپوړی پلاوی هم مل وي.

دغه پلاوی به په خپل دوه ورځیني سفر کې د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزیر شهباز شریف او بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار سره په جلا، جلا توګه وویني.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه پلاوی به د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو او انرژۍ په برخو کې ځانکړې خبرې اترې وکړي.
په پاکستان کې کتونکي دغه سفر ته له بېلابېلو نظرونو ګوري، یو شمېر یې وايي چې دغه سفر د هغو نویو اړیکو د ټینګښت پیلامه ده، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو او انرژۍ په برخو کې ټینګې شوې دي؛ خو ځیني نور بیا وايي چې د دغه سفر سیاسي اغیزې به تر اقتصادي هغو ډېرې ژورې وي.
خو په ټوله کې د روسي پلاوي سفر اسلام اباد ته د دې پلوه هم ارزښتناک بریښي، چې په دې وروستیو کې پاکستان د نړۍوالو له پامه لرې او په څنګ ساتل شوی و.

سیاسي شنونکي وايي، چې د روسیې د دغه پلاوي سفر تر ډېره کولای شي پاکستان له سیاسي انزوا څخه وباسي.
دا رنګه اسلام اباد به په دې توګه به کور د ننه د خلکو پام له نړۍوالو سره د پاکستان راشه درشې ته واړوي او په نړۍواله کچه به خپلو سیالانو ته دا وښيي، چې پاکستان لا هم په نړۍواله کچه خپل ملاتړي او ملګری لري.

نور خبرونه

رادیو