په کوټه کې دوه کسان په کانګو ناروغۍ اخته شوي دي

پرون

په بلوچستان کې د کانګو ناروغي د پراختیا په حال کې ده.
په دغې صوبه کې تازه دوه نور کسان هم په کانګو ناروغۍ اخته شوي دي.

د راپورونو له مخې دغه دوه ناروغان د کوټې او چمن سیمو اوسېدونکي دي، چې اوس‌مهال د کوټې په فاطمه جناح روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
همدا وړمه ورځ د کچلاک ولسوالۍ ۲۳ کلن عبدالخالق چې په کانګو ناروغۍ اخته و، ومړ.
د روان کال له پیله تر دې مهاله په دغې صوبه کې ۳۲ کسان د کانګو په ناروغۍ اخته شوي، چې له ډلې یې ۸ تنه مړه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو