د یوناما مشره وايي، طالبانو د افغانستان په اړه د راپور ورکولو په خاطر پرې نیوکې کړې دي

۲۲ ساعتونه مخکې

د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې طالبانو د افغانستان د وضعیت په اړه د راپور ورکولو له امله پر هغې نیوکې کړې دي.

هغې زیاته کړې، چې د امربالمعروف وزارت ته پراخ صلاحیتونه ورکړل شوي دي.

هغې زیاته کړه، چې نوموړې طالبان وهڅول چې د یوناما راپور ته بیا کتنه وکړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر په هرو څو میاشتو کې د افغانستان په اړه راپور ورکوي.

د یوناما مشرې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې د طالبانو امربالمعروف ته پراخ واکونه ورکړل شوي دي.

روزا اوتنبایوا ټینګار وکړ، چې یاد قانون پر ښځو منفي اغیز لري او ښځې اوس کار ته نه شي تللی. هغې ټینګار وکړ، چې یوناما د قانون تطبیق تعقیبوي.

نوموړې دا هم وويل، چې د قانون پلي کېدل به په نړۍواله ټولنه کې د افغانستان د شتون مخه ونيسي.

نور خبرونه

رادیو