پاکستاني رسنۍ: پېښور کې د پولیسو پر یوه مرکز د تېر کال ځانمرګي برید طراح نیول شوی

۲ ورځې مخکې

پاکستاني رسنیو د پېښور د پولیسو په حواله خبر ورکړی چې په پيښور کې د پوليسو یوه مرکز په جومات کې د تېر کال خونړي ځانمرګي بريد پلانونکی «ترهګر» پيښور کې نيول شوی.
پولیسو رسنیو ته ویلي، چې دغه «مهم ترهګر» یې د یو لړ پیچلو عملیاتو په لړ کې نیولی.

پاکستاني رسنیو تېره ورځ ناوخته د پېښور پوليسو له قوله خبر ورکړی چې په پيښور کې د پوليسو یوه مرکز په جومات کې د تېر کال ځانمرګي بريد پلانونکی «ترهګر» پيښور کې نيول شوی.

ویل کیږي نيول شوی دغه کس چې ځانمرگی بريد یې پلان کړی او لارې چارې یې ورته برابرې کړې وې، له تېر کال راهیسې د پوليسو او نورو پټو ادارو تر څار لاندې و.
پولیسو د نیول شوي کس هويت نه دی څرګند کړی او نه یې تر اوسه پورې دا معلومات ورکړي چې په کومې ډلې پورې تړاو لري.
د پاکستاني طالبانو تحریک یوه قوماندان سربکف مومند په لومړي سر کې په ایکس کې د دغه برید مسوولیت منلی و. خو څو ساعته وروسته، د ټي ټي پي ویاند محمد خراساني په دغه برید کې د دغې ډلې لاس لرل رد کړل، او ویې ویل چې د جوماتونو، مدرسو او مذهبي ځایونو په نښه کول د دوی پالیسي نه ده.
‏د پوليسو د معلوماتو له مخې، چې دغه «ترهګر د نورو بريدونو مسوولیت هم منلی او ویلي یې دي چې د پېښور په اورسک روډ پر پاکستاني پوځ او پوليسو په بريدونو کې یې لاس درلود او په دې اړه یې اعتراف هم کړى دى.‏»
پولیسو ویلي، د دوی د څېړنو له مخې په دغو دواړو بریدونو کې کارول شوې وسلې او بارود یو شان موندل شوي دي.
د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ په ۳۰مه نېټه د پېښور د پولیسو یوه مرکز په جومات کې ځانمرګی برید وشو، چې په ترڅ کې یې د جومات د امام او پولیسو په ګډون ۷۲ کسان ووژل شول او ۱۵۷ نور ټپیان شول.

نور خبرونه

رادیو