په میانمار کې د یاګي توپان له امله لږ تر لږه ۲۳۶ کسان مړه شوي دي

۳ ورځې مخکې

د میانمار په څو سیمو کې د یاګي توپان او د سختو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۳۶ کسان مړه شوي او شاوخوا ۷۷ کسان لادرکه دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې اوچا ویلي، ښایي دغه شمېر نور هم لوړ شي.

دغې ادارې د دوشنبې په ورځ په یوه تازه راپور کې وویل:« ډېرې سرچینې ښیي، چې سلګونه کسان مړه شوي او ډېر نور لادرکه دي.»
د دغې ادارې د راپور له مخې، اټکل کېږي چې د دغو سېلابونو له امله ۶۳۱ زره کسان اغېزمن شوي وي.
په میانمار کې سېلابونو لږ تر لږه نهه سیمې او ایالتونه اغېزمن کړي دي.
‏اوچا وویل، چې د خوراکي توکو، د څښاک اوبو، درملو، جامو او سرپناه ته بېړنۍ اړتیا وه؛ خو د سړکونو او پلونو ویجاړتیا او د مخابراتو او انټرنېټ بې ثباته خدمتونو د مرستې هڅې له خنډ سره مخ کړې دي.

نور خبرونه

رادیو