د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په غزه کې د اوربند په اړه خبرو لپاره مصر ته ځي

۳ ورځې مخکې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به د سې شنبې په ورځ مصر ته په سفر ولاړ شي او هلته به په غزه کې د اوربند او په جګړه کې د یرغمل شویو کسانو په اړه خبرې اترې وکړي.

واشنګټن قطر او مصر له تېرو څو میاشتو راهیسې هڅه کوي، چې د اسراییل او فلسطین اسلامي ډلې حماس تر منځ د جګړې د درولو او د اسراییلي او فلسطیني یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې بلېنکن به یوې هوکړې ته د رسېدو پر هڅو خبرې وکړي “چې د ټولو یرغمل شویو خوشې کول خوندي کړي، د فلسطین د خلکو کړاوونه راکم کړي او د پراخ سیمه‌ییز امنیت په رامنځته کولو کې به مرسته وکړي.”
د اسراییل او فلسطینیانو تر منځ د لسیزو جګړې وروستۍ خونړۍ جګړه د تېر اکتوبر په اوومه نېټه هغه مهال پیل شوه، چې حماس پر اسراییل برید وکړ.
د اسراییل د شمېرو له مخې، حماس ډلې ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ تنه یې یرغمل کړل.

نور خبرونه

رادیو