د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير جان بس د ځینو پاکستاني چارواکو سره کتلي دي

۳ ورځې مخکې

د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير جان بس په درې ورځني سفر پاکستان ته رسېدلی.
په اسلام اباد کې د امريکا سفارت وايي، چې نوموړي تېره ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير اسحاق ډار او د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال عاصم منير سره ليدلي دي.

د امریکا سفارت په یوې خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو له ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې او د اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي خبرې کړې دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې په دې کتنه کې په سیمه کې د ټیکاو او سوکالۍ پر اهمیت ټینګار شوی.
له بل پلوه د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر له پاکستانه مننه وکړه، چې له افغان کډوالو سره یې امریکا ته د تګ په برخه کې مرسته کړې ده.
ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو هېوادونو پر مثبتو او ګټورو اړیکو ټینګار وکړ.
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر به پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ پر امنیتي ننګونو خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر پر داسې مهال پاکستان ته سفر کوي، چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبې له سختو امنیتي ستونزو سره مخ دی.
امریکايي چارواکي د تحریک طالبان پاکستان پر فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړې او دغه ډله یې د سیمې لپاره یو ګواښ ګڼلې.
په پاکستان کې بیا ځینې سرچينې د خپلو معلوماتو له مخې وايي، چې په دې ليدنه کې د افغانستان پر وضعيت هم خبرې شوې دي؛ خو په پاکستان کې د امریکا سفارت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼو کې بیا په دې تړاو څه نه دي ویل شوي.

نور خبرونه

رادیو