د تورخم - پېښور د لارې تړلو پاکستان کې بیې لوړې، خو په افغانستان کې تازه میوې خوسا شوې دي

۲ ورځې مخکې

له نږدې یوې میاشتې په تېرېدو سره د پیل شوي پرلت له امله د تورخم او پېښور تر منځ د لارې په تړل کېدو سره ، د پاکستان په بېلابېلو مارکېټونو کې د تازه میوو او سبو بیې اسمان ته ختلې؛ خو په افغانستان کې یې بیې په بې مخینې توګه راټیټې شوې دي.

د دواړو غاړو سوداګر وایي، چې هره ورځ دوی ته مېلیونونه ډالر زیان اوړي او پاکستاني چارواکي نه دي توانېدلي چې د پرلت‌والو غوښتنې ومني او تړل شوې لاره پرانیزي.
دغه لاره د تېرا د کوکیخېلو د قوم له‌خوا د جمرود په بیګیاړي سیمه کې د پیل شوي پرلت له امله تړل شوې او پرلت‌وال وایي، تر هغې چې یې غوښتنې و نه منل شي دوی به دغه لاره بنده ساتي.
د یوې میاشتې په تېرېدو سره د اسلام اباد او د پاکستان په نورو ښارونو کې د تازه میوو او سبو بیې خورا لوړې شوې، چې اخیستل یې د ډېرو خلکو لپاره ناشوني دي.
د راولپنډۍ د میو او سبو په ستر مارکېټ کې هټۍوال او سوداګر وایي، چې د پاکستان په تاریخ کې د تازه میوو او سبو بیې دومره نوې ختلې لکه دا اوس چې ختلې دي.
نن سبا چې د افغانستان د انګورو، خټکیو، مڼو، شفتالو، زردالو او نورو مېوو موسم دی، د پاکستان مارکېټونو ته نه رسېږي او هغه مېوې دانې چې د تورخم پرته په نورو لارو راوړل کېږي کرایه پرې ډېره راځي چې د بیو پر لوړېدو یې اغېز جوت دی.
خو بله غاړه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلک وایي، چې د دغې لارې له تړل کېدو وروسته د تازه میوې او سبو بیې خورا راټیټې شوې او د دغو میوو دانو پرېمانه پرېماني ده.
دغه راز د افغانستان بڼوال او سوداګر بیا وایي، د لارو د تړلو سره دوی ته درانه مالي زیانونه اوښتي او میوې یې د خوسا کېدو په حال کې دي.
همدغه تېره ورځ د سمنګانو ولایت یو کرونده‌ګر افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د پیازو حاصلات یې د لمنځه تلو په حال کې دي او په کور د ننه نه ورته بازارونه لري او نه داسې سړې خونې شته چې د دوی حاصلات خوندي وساتل شي.
دا رنګه د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ یو بڼوال افغانستان انټرنشنل ته په استول شوې ویډیو کې ویلي و، چې د باغ انګور یې په تاکونو کې د وچېدو په حال کې دي او دوی یې د دې لپاره نه راټولوي چې لارې بندې دي او بهر ته یې نه شي استولای.
د کابل ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، دغلته د تازه میوو او سبو بیې په بې مخینې توګه راټیټې شوې چې دوی نن سبا یو من انګور په ۸۰ او ۹۰ افغانیو پېري او دا رنګه د یو من ښو مڼو بیه تر ۱۰۰ افغانیو راټیټه شوې او ورسره خټکي هم ډېر ارزانه پلورل کېږي. د دې سره د پیازو، رومي بانجانو او نورو اړتیا وړ سبو بیې هم تر پخوا ډېرې ټیټې شوې دي.
خو سوداګر او بڼوال بیا له دغه حالته سرټکوي او وایي، چې د دوی د یو کال خواري په اوبو لاهو شوې او خپل سر هم نه شي پوره کولای.
د پاکستان او افغانستان تر منځ ترانزیټ او سوداګري تل د لانجو ګونجو سره مله وي، افغان سوداګر تل دا نیوکه کوي چې د میوو او تازه سبو د حاصلاتو پر مهال د بېلابېلو مسلو او سیاسي کړکېچونو پر سر لارې تړل کېږي، چې زیان یې دوی ته اوړي.

بله غاړه پاکستاني سوداګر چې نن سبا د منځنۍ اسیا هېوادونو ته سوداګریز توکي د افعانستان له لارې استوي هم له دې امله په اندېښنه کې دي.
دوی د پاکستان حکومت څخه غوښتنه کوي، چې راټوکېدلی کړکېچ دې د خبرو اترو له لارې حل کړي او د دوی ستونزې دې نورې پای ته ورسوي.

نور خبرونه

رادیو