جیونیوز: په پېښور کې د طالبانو کونسل ملي سرود ته په نه درېدلو له سفارتي اخلاقو سرغړونه کړې

۲ ورځې مخکې

جیونیوز راپور ورکړی، چې په پېښور کې د طالبانو کونسل محب الله شاکر په یوې غونډې کې د پاکستان د ملي سرود په درناوي نه دی درېدلی، چې دا چاره له ټولو سیاسي او ډېپلوماتیکو عرفونو خلاف ده.

هغه ویډیو چې پاکستاني رسنیو خپره کړې، پکې په پېښور کې د طالبانو کونسل محب الله شاکر د مېلمنو په ډله کې د غونډې په لومړیو څوکیو کې ناست دی.

په ویډیو کې ښکاري، چې د پاکستان د ملي سرود له شروع کېدو سره د غونډې ټول ګډونوال د ملي سرود په احترام پاڅیږي؛ خو ښاغلی محب الله شاکر او د کونسلګرۍ یو بل کارکوونکی پر خپل ځای ناست دي.

دغې چارې په پېښور کې د ګڼو پاکستاني سیاستوالو غبرګون راپاروالی او دا چاره یې له سفارتي اخلاقو سرغړونه بللې ده.

د پښتونخوا صوبايي حکومت یو شمېر سرچينې وايي، چې د طالبانو د سرکونسل له خوا د ملي سرود درناوى نه کول له ډېپلوماتيکو اخلاقو څخه سرغړونه ده.

د سیاسي ډېپلوماتیک عرف له مخې؛ د ټولو سیاسي استازولیو مشران او غړي اړ دي، چې د کوربه هېواد ټول قوانین او معنوي مقررات مراعات کړي.

تر اوسه په دې اړه په پېښور کې د طالبانو کونسلګرۍ په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ويلي.

طالبانو په افغانستان کې د واک له تر لاسه کولو وروسته ملي سرود ممنوع اعلان کړ او یاد سرود یې حرام بللی دی.

نور خبرونه

رادیو