د پاکستان پولیس: د ټي ټي پي غړي د خبرو لپاره پب جي ګیم کاروي او د بریدونو همغږي کوي

۲ ورځې مخکې

د ترکیې د ټي ار ټي ورلډ ټلویزیون د راپور له مخې؛ د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي په خپل منځ کې د مکالمې او بریدونو د پلانونو لپاره له پب جي ګیم څخه استفاده کوي.

راپور زیاتوي، چې دوی له هوا په پراشوټ کې ځانونه غورځوي، ام – ۴۱۶ ټوپکونه کاروي، لاسي بمونه او د مرمۍ ضد واسکټونه راټولوي او بیا ښوونځيو یل زندانونو ته ځي ترڅو خپل مخالفین ووژني، دا ټولې چارې په سمبولیکه بڼه کارول کیږي.

په راپور کې راغلي، چې ټي ټي پي دا هر څه په پب جي ګیم کې کوي، په پاکستان کې بیا د دغه تحریک غړي ریښتیني بریدونه پلانوي.

د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې چې له افغانستان سره د ډېورنډ کرښه لري پولیس وايي، د تحریک طالبان پاکستان ډلې سره تړلي پنځه ترهګر یې نیولي چې دپب جي ګیم پر مټ چې په موبایل کې د یو اپ په توګه کارول کیږي کې یې د یو بل سره د خبرو کولو لپاره پیغامونه استولي.

د سوات د پولیسو افسر زاهد الله ټي ار ټي ورلډ ته وویل: "دا لومړی ځل و، چې ما داسې څه ولیدل.عموماً دا وسله وال واټس اپ کاروي؛ خو دغو وسله والو د پیغامونو د تبادلې لپاره نورې لارې موندلې دي."

په دغو پنځو وسله والو چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۰ کلونو ترمنځ دي، د اګسټ په ۲۸ مه د سوات په ناکراره سیمه کې د پولیسو په یو مرکز د برید تور دی.

په دغه برید کې یو پولیس وژل شوی و.

پولیسو د دوی د تعقیب لپاره امنیتي کمرې کارولې دي.

زاهد الله وايي: "زه د پب جي په اړه ډېر نه پوهیږم ځکه چې زه دغه لوبې نه کوم. خو ظاهراً، دا د ماشومانو په منځ کې مشهور دی او دوی کولی شي د چیټ ګروپونه جوړ کړي او هلته له یو بل سره خبرې وکړي."

ټي ټي پي له کلونو راهیسې په پاکستان کې د خونړيو بریدونو تر شا ده. که څه همدغه ډله له افغان طالبانو څخه جلا ده؛ خو اسلام اباد په کابل تور لګوي چې دیادو جنګیالیو ته پناه ورکوي چې په منظمه توګه ډېورنډ کرښې څخه تیریږي.

افغان طالبان بیا دغه تورونه ردوي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، چې په ۲۰۲۳ کال کې په خیبرپښتونخوا کې په شاوخوا ۴۲۳ بریدونو کې د امنیتي سرتېرو او ملکي وګړو په ګډون له ۶۰۰ ډېر کسان وژل شوي.

د جون په میاشت کې پاکستان د اورپکو ضد عملیاتو اعلان وکړ، چې د غرنۍ سرحدي سیمو څخه وسله پاک کړي.

د روان کال په مارچ میاشت کې د افغانستان په سویل ختیځ پکتیکا او خوست ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د هوايي بریدونو له امله له افغان طالبانو سره ترینګلتیا زیاته شوې ده.

امنیتي چارواکي وايي، چې د ټي ټي پي ډلې تعقیبول ستونزمن کار دی؛ ځکه چې دوی کولی شي په اسانۍ سره له ډېورنډ کرښې تېر شي.

ټیکنالوژي دوی ته اجازه ورکړې، چې خپل حرکتونه همغږي او پټ کړي.

د سوات د پولیسو افسر زاهد الله وايي، چې ټېلېګرام د اورپکو د خبرو لپاره تر ټولو غوره لار ده.

هغه وايي: "وروسته له هغه چې یو شکمن ونیول شو موږ ولیدل چې دوی څنګه پب جي کاروي او موږ له هغه څخه وغوښتل چې ټلیفون ته لاسرسی ولري او موږ ته وښيي چې دا هر څه څنګه ترسره کوي."

پاکستان لکه د نورو حکومتونو په څېر هڅه کوي چې د ټولنیزو شبکو شرکتونه لکه؛ فیسبوک قانع کړي، چې د خپلو کارونکو په اړه معلومات له دوی سره شریک کړي؛ ځکه چې دغه ډلې د ملي امنیت څخه په سرغړونې تورنې دي.

نور خبرونه

رادیو