پاکستاني رسنۍ: پاکستان کې د یوه خره بیه له زرو ډالرو لوړه شوې

۲ ورځې مخکې

پاکستاني رسنۍ وايي، په دغه هیواد کې دا مهال د یوه خره بیه له زرو ډالرو لوړه شوې او دا مهال چین ته د پاکستان د خرو لېږدول زیات شوي.

ويل کیږي، په چین کې د خرو له پوستکي څخه د درملو په جوړولو کې کار اخیستل کیږي او چین یې له پاکستانه پیري.

د رسنیو د راپورونو له مخې په دې سره چین کې د خرو غوښتنه زیاته شوې او په پاکستان کې د خرو بیه لوړه شوې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د دغه هیواد په ستر ښار كراچۍ كې د یوه خره بیه درې لکو کلدارو ته پورته شوې چې هلته یې د خرو د ګاډیو چلوونکي اندېښمن کړي دي.

دغه رسنۍ وايي، په چین کې د درملو او د ښځو د ښکلا په کریمو کې د خرو له پوستکي ګټه اخیستل کیږي، چې په دې سره له پاکستانه چین ته د خرو سوداګري ډیره شوې ده.

د سرچينو د معلوماتو له مخې د کراچۍ په لياري سيمه کې د خرو په اوونیز بازار کې ځايي پيرودونکي ډير کم ليدل کيږي چې لامل يې د خرو د بیو لوړوالی دی.

د پلورونکو په خبره یې، په چین کې د خرو غوښتنه دا مهال په بې ساري ډول زیاته شوې، نو ځکه یې بیې لوړې شوې،

یو شمېر پاکستاني رسنیو د ۱۴۰۳ غبرگولي۲۲ ویلي و، چې د ۲۰۲۳ کال د سروې له مخې په پاکستان کې د یوه کال په لړ کې د خرو شمېر زیات شوی دی.

د هغې اقتصادي سروې له مخې، چې په دغه هېواد کې ترسره شوې، په یوه کال کې د خرو په شمېر کې یو لک زیاتوالی راغلی دی.

تر دې مخکې رویټرز په یوه څېړنیز راپور کې لیکلي وو، چې د خرو د پوستکي څخه اخېستل شوي کلاجن چې دودیز درمل ترې جوړیږي او په چین کې یې غوښتنهډېره شوې، په افریقا کې هم د خرو د لویې وژنې لامل شوی دی.

دغه څېړنیز راپور کې د چین د دولتي رسنیو په حواله لیکلي و، چې د خره د پوستکي د هر ۵۰۰ ګرامو بیه ۴۲۰ ډالرو ته رسېدلې ده.

کلاجن د یو پروټین نوم دی، چې د بېلابېلو موجوداتو غمبرو کې پېدا کیږي.

کلاجن د مخ او بدن د ښکلا او ځوان ساتلو اړینه سرچینه ده.

چین د خره د پوستکي کلاجن څخه یو ډول دودیز درمل جوړوي چې د 'ای جیایو' په نوم یادیږي.

نور خبرونه

رادیو