عمران خان: د پاکستان د اساسي قانون د اصلاح کولو یوازینۍ موخه ما په زندان کې ساتل دي

۲ ورځې مخکې

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وایي، چې د پاکستان د اساسي قانون د اصلاح کولو یوازینۍ موخه په زندان کې د نوموړي ساتل دي.

عمران خان په اډیاله زندان کې له خبریالانو سره په غیر رسمي خبرو کې ویلي، چې د پاکستان حکومت غواړي محکمه اساسي قانون تعدیل کړي، ځکه دوی له سترې محکمې ډارېږي.

نوموړي ویلي؛ د پاکستان په اساسي قانون کې تعدیل به د هېواد راتلونکی له تباهۍ سره مخ کړي، ځکه د نوموړي په خبره د اساسي قانون اصلاح یوازې په دې معنا ده، چې دی په زندان کې وساتل شي.
ښاغلي خان ویلي: «د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې د پاکستان قضایه قوه تباه کړي او په دې سره په تېرو ټاکنو کې پر خپلو درغلیو پرده اچوي.»
عمران خان زیاته کړې، چې د اوسني حکومت وېره دا ده، چې که بیا ځلي ټاکنې ترسره شي هر څه به برعکس وي او تحریک انصاب به یې په کلکه مخالفت وکړي.
همدارنګه نوموړي ویلي دي، چې د تېرو څو ورځو پر مهال د حکومتي پلاوي لاس وهنې، اړیکي او هڅي له ناکامۍ سره مخ شوي او په اساسي قانون کې بدلون تر نامعلوم وخته ځنډېدلی دی.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم تېره شپه ومنله، چې مولانا فضل الرحمن په اساسي قانون کې د بدلون لپاره ملاتړ ونه کړ.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ نن دوشنبه د پاکستان په پارلمان کې په اساسي قانون کې د بدلون په موخه ناسته شوې، خو په دې اړه هېڅ پرمختګ نه دی شوی.
د راپورونو له مخې؛ په اساسي قانون کې د بدلون په مخه د پاکستان د پارلمان او سنا مجلس ناستې تر نامعلومې مودې وځنډول شوې دي.

نور خبرونه

رادیو