د هوا پېژندنې ادارې په ۱۷ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو اټکل کړی

۳ ورځې مخکې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د پوهنې ادارې په يوې اعلاميه کې د دوشنبې ورځې لپاره د سالنګونو په ګډون په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تېز باد، خاورو او سېلابونو اټکل کړی دی.

دغه اداره زیاتوي، چې د دوی د اټکل له مخې؛ د باران کچه به له (۱۵ څخه تر ۳۰) ملي متره وي.

د طالبانو تر واک لاندې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت اړوند د هوا پوهنې ادارې د شنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې (د وږي ۲۶ مه) د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، کاپيسا، پنجشير، بغلان، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ،بامیان او غور ولایتونو کې د شدیدونو بارانونو، اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی.

د دوی د معلوماتو له مخې، چې په بېلابېلو سیمو کې به د باد د سرعت کچه په ساعت کې له (۵۰ څخه تر ۷۰) کيلومتره وي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د اقلیم په بدلون سره په دې وروستیو کې ډېریو ولایتونو کې سخت سېلابونه راوتلي، چې ډېر شمېر افغانانو ته یې ځاني او مالي تاوانونه رسولي دي.

نور خبرونه

رادیو