عبدالسلام ضعیف طالب مشرانو ته په اشارې: د عدالت لپاره کار وکړئ، محکومیت او محرومیت ختم کړئ

۴ ورځې مخکې

په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف طالبانو ته په اشارې سره ویلي: «د عدالت لپاره کار وکړئ، محکومیت او محرومیت ختم کړئ.»
نوموړي د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۵مه) په خپل اېکس کې لیکلي، هره هغه ټولنه چې نسبي عدالت ولري، هلته محکومیت او محرومیت له منځه ځي.

ښاغلی ضعیف په افغانستان کې د طالبانو له خوا د عدالت په رامنځته کېدو ټينګار کوي او وایي، چې ریښتینی عدالت د امنیت تضمین دی.
د نوموړي په وینا: «ومره چې محکومیت او محرومیت کمیږي په هغه اندازه امن رامنځته کیږي، نو که غواړئ چې امن او ثبات مو نور هم ډاډمن شي د دالت لپاره کار وکړئ او په ټولنه کې محکومیت او محرومیت ختم کړئ.»
عبدالسلام ضعیف په داسې حال کې د عدالت د رامنځته کېدو خبره کوي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله هم څو ورځې وړاندې په بلخ ولایت کې د دې ډلې ولايتي مسولينو ته د وینا پر مهال د عدالت پر ټینګښت ټینګار وکړ او ویې ویل: «شخصي اړيکې، واسطې او بې عدالتي نظام له منځه وړي.»
نوموړي همداراز په دغو خبرو کې زیاته کړې چې: «اختلافاتو علني شکل غوره کړی او مهمه ده، چې اوس پای ته ورسیږي.»
د راپورونو له مخې، دغې ډلې تر اوسه هم د افغانستان د خلکو پر وړاندې له بشري جنایتونو، وژنو او شکنجه کولو لاس نه دی اخیستی او په بې سارې کچه په بې عدالتۍ او د بشري حقونو په نقض تورنه ده.
اخوا طالبان بیا ادعا کوي، چې د بل هر وخت په پرتله اوسمهال د افغانستان د خلکو حقونه خوندي دي او په هېواد کې په بشپړه توګه امنیت ټينګ شوی دی.

نور خبرونه

رادیو