په ختیځه اروپا کې سختو سېلابونو ۴ تنه مړه کړي او لسګونه زره یې بې ځایه کړي دي

۳ ورځې مخکې

ختیځه اروپا د سختو سېلابونو سره لاس او ګریوان ده، چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا لږ تر لږه څلور کسان یې مړه کړي او لسګونه زره یې بې ځایه کړي دي.

په وروستیو ورځو کې سختو بارانونو د رومانیا، چک جمهوریت، پولنډ، سلواکیا، هنګري، جنوبي جرمني او د اتریش ځینې برخې ځپلې دي.

د ختیځ رومانیا په ګالاتي سیمه کې سختو بارانونو پراخ زیانونه اړولي؛ شاوخوا ۵۰۰۰ کورونه یې اغېزمن کړي او ۲۵ زره کسان یې له برېښنا څخه بې برخې کړي دي.

د رومانیا د بېړنیو حالاتو ادارې د درېیو زړو مېرمنو او یو سړي په ګډون د څلورو کسانو د جسدونو موندل تایید کړي.

د رومانیا ولسمشر کلوس یوهانس په دې وضعیت خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل: "موږ باید د سختې موسمي پدیدې د وړاندوینې لپاره خپل ظرفیت پیاوړي کولو ته دوام ورکړو. سخت سېلابونه چې د هېواد لویه برخه یې اغېزمنه کړې د خلکو ژوند ته یې د پام وړ زیانونو اړولي دي."

په چک جمهوریت کې سېلابونو په عمده توګه شمالي سیمې اغېزمنې کړې، د ۵۰ زرو څخه ډېر کورونو برېښنايي خدمات پرې شوي دي.

د چک لومړي وزیر پیټر فیالا خبرداری ورکړ: "موږ باید د بدترین وضعیت لپاره چمتو اوسو. یوه سخته اونۍ زموږ پر وړاندې ده."

په همدې حال کې یو ۵۴ کلن سړی په سېلابونو کې له ډوبېدو وروسته لادرکه شوی او درې تنه نور په سېلاب کې له ډوبېدو وروسته لادرکه دي.

اتریش هم سخت اغېزمن شوی.

د اتریش په ښکته برخه کې ۲۴ کلي "د ناورین زون" په توګه اعلان شوي او خلکو ته د وتلو امر شوی.

د دغې سیمې والي جوهانا میکل لیټینر د وضعیت ژورتیا په اړه ویلي: "راتلونکي ساعتونه به زموږ د بېړني ځواکونو او ډېری هېوادوالو لپاره سخت ساعتونه وي.

نور خبرونه

رادیو