ځايي سرچینې: د خیبرپښتونخوا په باړه کې د امن پاڅون په نوم یو لوی لاریون روان دی

۳ ورځې مخکې

له خیبرپښتونخوا باړې څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د خیبر درې په باړه کې زرګونه سیمه وال راغونډ شوي او د امن په نوم لاریون کې یې ګډون کړی.

ویل کیږي، دغو لاریونیو سپین بیرغونه چې د امن کلمه پرې لیکل شوې له ځان سره لیږدول.

د خیبرپښتونخوا خیبر درې له باړې څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن یکشنبه د (وږي ۲۵مه) وويل چې زرګونو لاریون کوونکو د باړې بازار تړلی او هلته یې د امن په نوم لاریون کې ګډون کړی.

دغه لاریون کوونکي وايي، چې حکومت دې د دوی په سیمو کې د امن راوستلو مسوولیت په سم ډول پر ځای کړي.

له سیمې خبریالان وايي، چې پولیس هڅه کوي چې د لاریون د لا پراخېدو مخه ونیسي خو وايي، دغه لاریون ته نور خلک هم د ګډون لپاره ور روان دي.

پولیس وايي، لاریون د خلکو حق دی خو د تاوتریخوالي پر مهال به یې مخه ونیسي.

ازاد خبریال لال وزیر وايي، د امن په دغه لاریون کې د خيبر درې، شلمان، ميدان، لنډيکوتل، جمرود او داسې نورو سېمو اوسېدونکو ګډون کړی.

هغه وايي لاریون کوونکو ورته ویلي، چې د امن په دغه لاریون او احتجاج به د خلکو شمېر نور هم ډیر شي.

په دې وروستيو کې د خيبر ترڅنګ باجوړ، مومندو، کورمې، بنو، لکي مروت، ميران شاه، ټانک، انګور اډه او ځینو نورو سیمو کې د امن د راستلو لپاره لاریونونه او پرلتونه پیل شوي چې د ولسي خلکو ترڅنګ پوليسو هم د امن راستلو غوښتنې کړې دي.

په لکي مروت، بنو او باجوړ کې پولیسو د امن راوستلو لپاره کاري اعتصاب کړی وو او ويل یې چې پاکستانی پوځ دې د دوی له سیمو ووځي، خو وروسته د قومي مشرانو او پوځ ځينې چارواکو په منځګړیتوب پرته د پایلې له څرګندتیا پای ته ورسیدل.

د خیبرپښتونخوا په ډیرو سیمو کې دا مهال امنیت ورځ تر بلې خرابیږي او د سیمې خلک وايي، چې په هدفي وژنو، سړک غاړې بمي چاودنو او جګړو کې یې د کورنۍ غړي وژل کیږي او حکومت یې په وړاندې چوپه خوله دی.

نور خبرونه

رادیو