په چارسده کې د توپان او باران له امله د یوه کور چت پرېوتو پېښه کې پنځه کسه مړه شوي

۴ ورځې مخکې

د خېبر پښتونخوا په پېښور او چارسده کې د توپان او شړکنده باران له امله د ګڼ شمېر کورونو چتونه پرېوتي دي.
په خیبرپښتونخوا کې چارواکي وایي، چې په چارسده کې د تېزو سېلیو او توپان له امله د یوې کوټې چت پرېوتی چې له امله یې پنځه کسان مړه شوي دي.

د چارواکو په خبره، په مړو شویو کسانو کې د یوې کورنۍ مېرمن، د هغې خاوند او درې ماشومان شامل دي.
د خېبر پښتونخوا سر وزیر علي امين ګنډاپور د پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړې ده.
ښاغلي ګنډاپور ویلي، چې د دغې غمجنې پېښې په اورېدو سخت خواشینی شوی او د قربانیانو له کورنیو سره په دې غم کې ځان شریک ګڼي.
نوموړي همداراز اړونده ادارو ته سپارښتنه کړې، چې اغېزمنو کورنیو سره دې سملاسي مرسته وکړي.
له بل پلوه د پاکستان په پلازمېنې کې تېره شپه د شړکنده باران او خراب موسم له امله د اسلام اباد هوايي ډګر پروازونه وځنډېدل.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغو ځنډېدلیو الوتکو شمېر تر شلو لوړ دی.

نور خبرونه

رادیو