بلوچستان کې په دوو جلا پېښو کې دوه پولیس او څلور ولسي وګړي مړه شول

۴ ورځې مخکې

د بلوچستان په کچلاک کې ځايي چارواکي وايي، د سړک غاړې ماین چاودنه کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي دي.

د دې صوبې په کلات کې پرون هم د پولیسو پر ګاډي برید شوی چې له امله یې اته سرتېري ټپي شوي وو.

لا هم کومې ډلې د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

له بلې خوا د بلوچستان په ژوب کې د سپرلۍ بس اوبو ته غورځېدلی چې له امله یې څلور کسان مړه او ۲۴ ټپي شوي دي.

د پاکستان رادیو د راپور له مخې د دې پېښې ټپیان د ژوب مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو