د پښتونخوا سروزیر د اسلام اباد پر مخالفت سربېره د طالبانو له سرکونسل سره پر سوله خبرې وکړې

۴ ورځې مخکې

د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور پېښور کې د طالبانو سرکونسل محب الله شکي سره د سولې خبرو لپاره ولیدل.

تر دې مخکې ښاغلي ګنډاپور له افغان طالبانو سره د سولې خبرو لپاره له اسلام اباد اجازه غوښتې وه، خو د پاکستان دفاع وزیر ویلي و چې صوبايي چارواکي دا واک نه لري.

نوموړي تېره پنجشنبه له اسلام اباد وغوښتل چې په پښتونخوا کې د امن لپاره له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره اجازه ور کړي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، ښاغلي ګنډاپور له محب الله شکي سره په لیدنه کې په پښتونخوا کې د سولې لپاره د جدي هڅو لپاره خپل هوډ ښودلی دی.

نوموړي په دغه صوبه کې د امنیتي ستونزو د حل لپاره د قومي جرګې پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.

د پښتونخوا سروزیر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو ستونزو پر حل هم زور اچولی او ډاډ یې ور کړی چې د اسنادو لرونکو افغانان کډوالو سره اړینه همکاري کوي.

علي امین ګنډاپور تر دې مخکې ویلي و که د پاکستان مرکزي حکومت له افغان طالبانو سره د خبرو اجازه ور نه کړي، نو د سروزیر په توګه به قومي مشرانو ته طالبانو سره د سولې خبرو لارښوونه وکړي.

هغه د قبایلو او د ګوندونو له مشرانو سره په خبرو کې وویل، چې په دغه صوبه کې سوله په سوله ییز افغانستان پورې تړلې ده.

خو د پاکستان دفاع وزیر خواجخ اصف د ښاغلي ګنډاپور په خبرو پسې وویل، چې یوه صوبه هم له بل هېواد سره د خبرو واک نه لري.

نوموړي ګنډاپور تورن کړ چې د پاکستان امنیت ګواښمنوي.

له دې سره د پاکستان بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان له طالبانو سره د خبرو لپاره د خپل ګوندي غړي علی امین ګنډاپور د پلان ملاتړ کړی دی.

نور خبرونه

رادیو